نیویارک ټایمز: میانمار پوځ د روهنګیا مسلمانانو نښې له منځه وړي

. د انځور حقوق Getty Images

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ميانمار کې د روهنګيا مسلمانانو مخينې ته کتنه کړې او کښلي یې دي، روهنګیایان د ډېرو پخوا زمانو څخه د راخين په ايالت کې ژوند کوي.

دا هغه څه دي چې د ميانمار چارواکي ترې انکار کوي.

ورځپاڼه ليکي ، د بشري حقونو ډلې خبردارى ورکوي چې د کره شواهدو له مخې د روهنګيا مسلمانانو تاريخي آثار د پوځ له لوري د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دي.

ورځپاڼه وايي د ملګرو ملتونو د بشري ادارې د رپوټ پر بنسټ پوځ لګيا دى چې راخين ايالت کې د روهنګيا مسلمانانو نښې نښانې ورکې کړي.

ډاڼ ورځپاڼه

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خولې ويلي، چې هېواد يې چمتو دى ،چې سيمه کې د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره د سيمې له ټولو هيوادونو سره ګډ کار وکړي .

ورځپاڼې د ازربايجان پلازمينې باکو کې د اسيا زړه کنفرانس کې د ښاغلي غني وينا ته اشاره کړې ده .

د ورځپاڼې په وينا، ولسمشر غني پر دې هم ټينګار کړى، چې د ترهګرۍ له شته ګواښ سره د مبارزې لپاره بايد د سيمه ييزې همکارۍ يو اغيزناک ميکانيزم رامنځته ته شي.

ریلیف ويبپاڼه

پر ٢٠١٨ کال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري راپور خپور کړى .

د رپوټ په وينا په داسې حال کې، چې په افغانستان کې جګړه سختېږي ۳،۳ ميليونه افغانان دامهال بشري مرستو ته اړتيا لري.

رپوټ وايي راتلونکی ٢٠١٨ کال به افغانانو لپاره له ننګونو ډک يو کال وي.

ځکه د سياسي حل کومه رڼا نه تر سترګو کېږي او په ډېر احتمال سره ،چې جګړې به لا زور واخلي چې ورسر جوخت به د خلکو کړاوونه هم لازيات شي.

ملګرو ملتونو اړمنو خلکو ته د مرستې لپاره د ٤٣٠ ميليونه ډالرو د ورکړې غوښتنه کړې ده .

ګلف ټايمز ورځپاڼه :

عربي متحده اماراتو کې چاپيدونکې د ګلف ټايمز ورځپانې منځني ختيځ هيوادونو ته د امريکا دفاع وزير جيمز متيس پر کېدونکې سفر مطلب خپور کړی دی.

د دفاع وزارت د بيان له مخې ددغه سفر په ترڅ کې به نوموړى يو ځل بيا دغو هيوادونو ته د امريکا پر ژمنتيا ټينګار وکړي .

د ورځپانې په وينا د ښاغلي متيس سفر به له مصر څخه پيل شي .

ورځپانه وايي، اسراييلو له امريکا غوښتي چې له دغه هيواد سره مرسته وکړي چې د سينا ټاپو کې له ترهګرو سره جګړې کې ښکيل دى.