د "جنسي تېري د هڅونې" په تور نبي الوحش درې کاله بندي شو

وکیل نبیة الوحش ویلي، پر هغو نجونو جسني تېری ملي دنده ده چې څېري جینز (پلتون) اغوندي
Image caption وکیل نبیة الوحش ویلي، پر هغو نجونو جسني تېری ملي دنده ده چې څېري جینز (پلتون) اغوندي

په مصر کې محکمې د نبیة محمد احمد، چې په نبي الوحش مشهور دی، پر څیرې شوي جینز اغوستونکو نجونو د "جنسي تېري د هڅونې" په تور درې کاله بندي او ۲۰ زره مصري پونډه جریمه شوی.

نوموړي په تېره اکتوبر میاشت کې په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي وو، پر هغو نجونو باید جنسي تېری وشي، چې څیرې شوي جینز پتلون اغوندي.

الوحش د څیرې جامو اغوستونکو نجونو د جریمه کولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې "ایا د هغې نجلۍ په لیدو خوشحالېږئ چې په سړک روانه وي او ټول عورت یې ښکاري؟"

بیا یې ویلي وو "هغه نجلۍ چې د شا له خوا څیرې شوی پتلون اغوندي، جنسي تېری پرې ملي دنده ده او تېری پرې ملي وجیبه ده".

الوحش د اخلاقو ساتنه د حدودو تر ساتنې ډېره مهمه ده.

د نوموړي دا څرګندونې د مصر ټولنه کې غوسه راپارولې ده او ډېرو د هغه د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

مصر کې د جنسي ځورونې ضد قوانین معرفي شول

''مصر کې پر ښځو او اسلامپالو جنسي تېري شوي''

'پیغمبر ته د سپکاوي' په تور مصری وزیر له دندې ګوښه شو

مصر کې 'د فرعون د لور قبر موندل شوی'

د ښځو د حقونو ملي شورا دا څرګندونې "جنسي تېري ته ښکاره بلنه بللې او د مصر د اساسي قانون ښکاره سرغړونه یې ګڼلې ده."

دغې شورا د الوحش او تلوېزیوني پروګرام په اړه هم نیوکه کړې ده.

وړاندې هم د دغه مصري وکیل د مخکېنیو څرګندونو په اړه نیوکې شوې وې.

اړونده مطالب

ورته مطالب