عربستان په مشرۍ ټلوالې يمن کې نوى ملگرى موندلى

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي په مشرۍ ټلوالې د حوثيانو پر مورچو بمبارۍ کړي دي

له يمنه تازه را رسېدلي رپوټونه وايي د سعودي په مشرۍ ټلوالې ظاهرا" د دغه هېواد پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په ملاتړ د حوثي ياغيانو پر مورچو بمبارۍ کړي.

دا پرمختيا وروسته له هغه مخې ته راځي، ښاغلي صالح چې تېرې اوونۍ پورې د حوثي ياغيانو ټلوال و د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره يې د خبرو وړانديز وکړ.

د ښاغلي صالح وسلوالو د حوثيانو ترڅنگ چې د ايران له ملاتړه برخمن دي، د دغې ټلوالې پر وړاندې جگړه کوله.

ښاغلي صالح ويلي و "که ټلواله د يمن اقتصادي کلابندي ختمه او بريدونه ودروي نو دى خبرو اترو ته چمتو دى."

د سعودي په مشرۍ ټلواله وايي د ښاغلي صالح دا پرېکړه "چې د خپلو خلکو ترڅنگ ودرېږي نو يمن به له ايران پلويو مليشو آزاد کړي."

حوثي ياغيانو ښاغلى صالح په "خيانت" تورن کړى دى.

د حوثي ياغيانو مشر عبدالمالک حوثي د يمن پر پخواني ولسمشر غږ وکړ چې له خپلې دغې کړنې لاس پر سر شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د يمن پخوانى ولسمشر د حوثيانو ملاتړى و

ښاغلي حوثي د يمن پخواني ولسمشر ته په خطاب کې وويل "دې کړنې ته دې دوام مه ورکوه. دا عمل يو خيانت دى. دا د شرم خبره ده."

د ښاغلي صالح ځواکونه او حوثي وسلوال له څو ورځو راهيسې په پلازمېنه صنعا کې سره ښکېل شوي دي. مرستندويې ډلې وايي په دغو نښتو کې لسگونه کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپيان دي.

د يمن اوسمهالي ولسمشر عبدالرب منصور هادي هم د ښاغلي صالح د وينا هرکلى کړى.

حوثي ياغيانو پورې اړوندې يوې وېبپاڼې ويلي په عربي اماراتو کې يې د اټومي انرژۍ پر يوې جوړېدونکې بټۍ توغندى توغولى، خو اماراتي چارواکو دا ادعا رد کړې.

د يمن جګړې ولسي زيانونه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
يمن کې د کولېرا ناروغۍ خپرېدل

د کورنيو جگړو له امله د يمن د ٢٨ ميليون وگړو ٦٥ سلنه پر بشري مرستو پايي چې يو شمېر يې د قحطې څنډې ته رسېدلي دي.

د ملگرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ اوسمهال د کولرا مشکوکې پېښې له ٢٠٠ زرو اوښتي او ١٣ زره کسانو وار له مخه خپل ژوند بايللى دی.

ورته مطالب