د سي ای اې مشر: قاسم سلیماني مې لیک نه دی پرانیستی

د سي ای اې مشر سلیماني ته په لیک کې ګواښوونکي توري کارولي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سي ای اې مشر سلیماني ته په لیک کې ګواښوونکي توري کارولي

د امریکا مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو منلې ده چې د ایران سپاه پاسداران قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني ته یې عراق کې د امریکايي ګټو پرضد ګواښوونکی لیک استولی خو هغه نه دی پرانیستی.

ښاغلي پمپیو د شنبې په ورځ (ډیسمبر لومړۍ) امریکا کې یوې دفاعي غونډې ته وویل، په لیک کې یې په عراق او هغو سیمو کې چې د قاسم سلیماني په مشرۍ د ځواکونو تر واک لاندې دي، د امریکا پر ګټو د هر راز برید مسؤول ښاغلی سلیماني او ایران بللي دي.

د سي ای اې مشر د ایران ضد توند او ګواښونکي دریځ لرونکی چارواکی دی. دی وايي "غوښتل مې ډاډمن شم چې هغه [سلیماني] او د ایران مشران دا مسله په ډېر روښانه ډول درک کړي."

پردې سربېره چې ښاغلی پمپیو وايي، قاسم سلیماني د هغه لیک نه دی پرانیستی، په ټوکه کې یې ویلي "رښتیا د هغه دې کار مې زړه مات کړ".

د سي ای مې مشر د سپاه پاسداران دغه قومندان ته د لیک استولو وخت ته اشاره نه ده کړې.

درې ورځې وړاندې د ایران د مذهبي مشر د دفتر رییس محمد محمدي ګلپایګاني د لومړي ځل لپاره دا ډول لیک ته اشاره کړې وه.

'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

اسرائیل: حزب الله 'خپل قومندان پخپله وژلی'

د بحرین حکومت ته د قاسم سلیماني کمساری خبرداری

اسرائیلي برید کې د ایران انقلابي ګارد جنرال وژل شوی

ښاغلي محمدي ګلپایګاني په یوه وینا کې ویلي وو "په وروستیو کې کله چې قاسم سلیماني په بوکمال کې و، د سي ای اې مشر په سیمه کې یوه رابط ته لیک استولی و چې سردار قاسم سلیماني ته یې واستوي خو هغه وویل چې "ستا لیک نه اخلم او نه لولم او اصلاً له داسې کسانو سره خبرې کول نه غواړم". دوی څوک دي چې په دا ډول غرور سره چلند کوي؟".

د انځور حقوق .
Image caption قاسم سلیماني بو کمال کې

بوکمال د سوریې په ختیځکې له عراق سره نژدې سیمه ده چې د "اسلامي دولت" داعش نومې ډلې د وروستي مورچل په توګه کارول کېده او کابو دوې اونۍ واندې په بشپړ ډول د دوی له واکه ووتله.

د داعش له لاسونو د بوکمال له وتلو وروسته داسې انځورونه خپاره شول چې قاسم سلیماني دې سیمې ته ورغلی او له سیمه ییزو قومندانانو سره یې لیدلي دي.

ښاغلي سلیماني د بوکمال له عملیاتو وروسته د ایران مشرانو ته په یوه لیک کې عراق او سوریه کې د خپل کار پای ته رسولو خبره کړې وه.

ورته مطالب