"چابهار، افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا خلاص کړل"

د انځور حقوق IRIB

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په یوه مطلب کې کښلي، د چابهار بندر د لومړي فاز په پرانیستل کېدو سره اوس افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا ووتل.

په دې تړاو انډیا بزنس لیکي د دې ترڅنګ چې دغه بندر د سیمې هېوادونو سره نښلوي، د ایران په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري.

د ورځپاڼې په باور چابهار ته د هند له لوېدیځ ساحله رسیدل اسانه دي.

انډیا بزنس زیاتوي چابهار ته د ګوادر بندر د سیال په سترګه کتل کیږي چې دغه بندر ته په نسبتا نږدې سیمه کې موقعیت لري او چین پکې پانګونه کوي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه

هندوستان ټایمز ورځپاڼه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستانه د امریکا د غوښتنو په تړاو لیکي چې امریکا د پاکستان له هڅو خوښه نه ده او واشنګټن تمه لري چې اسلام اباد په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځیونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښوول شوی لیکي امریکا د طالبانو او حقانې شبکې په وړاندې د پاکستان له خوا د پام وړ اقداماتو په انتظار ده.

دغه چاروکي د یوې کاناډایۍ - امریکايۍ کورنۍ د را خوشې کولو په اړه چې طالبانو نیولې وه، وايي د دې کورنۍ را خوشې کول د پاکستان د همکارۍ پایله نه وه بلکې د امریکا د استخباراتي ادارو خپلې هڅې وې چې د یادې شوې کورنۍ راخوشې کولو ته یې لاره هواره کړه.

دغه چارواکي د پاکستان له خوا د حافظ سعید خوشې کول شاتګ بللی، حافظ سعید د هند پر ممبیي ښار د ۲۰۰۸ کال په خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پتېیل شوې نن دوشنبه د ډیسمبر ۴مه به د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته لاړ شي

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان

بل لورته په پام کې ده نن د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس پاکستان ته په لومړي ځل ولاړ شي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان په دې تړاو لیکي نوموړی اسلام اباد ته د دې لپاره راځي چې د دواړو هېواونو ترمنځ د ګډ کار برخې په ګوته کړي او له چارواکو سره به د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د نوې کړنلارې په اړه خبرې وکړي.

د ډان په دغه رپوټ کې ویل شوي د امریکا دفاع وزیر د ولسمشر ټرمپ پر دې غوښتنه ټنیګار کړی چې د ترهګرو د پټنځیونو په اړه باید اقدام وشي.

ده دغه راز ویلي هېواد یې په ګډو کاري برخو کې د کار کولو ژمنتیا لري.

ښاغلي متیس ویلي د امریکا او پاکستان ترمنځ د ګډ کار ډیرې برخې شته خو وړاندې د شته اختلاف له امله ډیر چانسونه له لاسه وتلي دي.

د ډان د سرمطلب د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې د مشر مایک پمپیو څرګندونې دي چې پاکستان ته یې خبر داری ورکړی چې که د ترهګرو پټنځیونه له منځه یونه سي، نو امریکا به له هیڅ کړنې چې له لاسه یې پوره وي مخ وانه ړوي.

نیویارک ټایمز

امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز یو مطلب خپور کړی او لیکوال یې وايي استدلال کیږي چې که ټول بهرنی ځواکونه له افغانستانه ووځي نو دغه هېواد به یو ځل بیا د القاعده او داعش په څیر ډلو په مرکز بدل شوی.

د لیکوال په باور، داسې نه ده او دلیل یې دادی چې اوس طالبان په افغانستان کې واکمن نه دي او افغان ځواکونه د طالبانو له وسله والو زیات دي او له افغان ځواکونو سره د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو مالي، استخباراتي او لوژستیکي مرستې دوام لري.

د انځور حقوق Getty Images