کانګرېس غړو د ټرمپ پر ټوېټري څرګندونو اندېښنه ښودلې

. د انځور حقوق Reuters

د امریکا د کانګرېس غړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټري څرګندونو پر هغې لړۍ اندېښنه څرګنده کړې چې د دغه هېواد د پلټنو مرکزي اداره (ایف بي ای) د دغې ادارې مخکینی مشر او د تېر کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنه پکې تر بریدونو لاندې راغلې ده.

د امریکا په تيرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په اړه پر روانو څېړنو د امریکا ولسمشر ډونالډ نيوکو په غبرګون کې د کانګرس یو شمیر غړو اندېښنې ښودلي. د دیموکرات ګوند ځینو سناتورانو ویلي د ولسمشر له خوا د څېړنو بهیر د ټکني کولو په اړه شکونه په زیاتېدو دي.

له دې ډلې مخکښ سناتور لینډسې ګراهام ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې په ټویټر کې د خپلو څرګندونو په اړه پام وکړي:

" ښاغلی ولسمشر تاسې په خپل ټویټر کې پر قضايي بهیر نیوکې کوئ، که زه ستاسې پر ځای وم نو ما به ډیر پام کاوه."

د ښاغلي ټرمپ یوه شخصي وکیل لږ تر لږه د یوه ټویټر مسوولیت پر غاړه اخیستی او دا په دې معنی ده چې ولسمشر ټرمپ پوهېده چې د ده د ملي امنیت مخکېنی سلاکار له مسکو سره د خپلو اړیکو په اړه د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) ته دروغ ویلي دي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په اړه د څېړنو پربهیر وروسته له هغه نیوکې وکړې چې په ډاګه شوه په تېر اوړي کې لوی څارنوال د اف بي آی هغه افسر شړلی و چې د ټرمپ پر ضد یې څرګندونې کړې وې. لوی څارنوال رابرټ مولر دغه افسر په روانو څېړنو کې له برخې اخستې منع کړی و.

ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ پيغام کې وویل یو افسر چې دده پرضد و د هیلاري کلنټون د ایمیلونو په قضیه کې یې څېړنې کولې، ده لیکلي دادی اوس هرڅه په ډاګه شول.

هیلاري کلنټون چې د تېر کال په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ سیاله، تورنه ده چې د رسمي کارونو لپاره یې شخصي ایمیل کارولی.

* ډونلډ ټرمپ شمالي کوریا د ترهګرۍ ملاتړی حکومت اعلان کړ

* د ډونلډ ټرمپ هوش کچه څومره ده؟

* د ټرمپ زوم "له فلېن نه له بهرنیو دولتونو سره اړیکه نیول غوښتي وو"

ورته مطالب