"زه که دا وارې ویده شوم"

. د انځور حقوق facebook

ریاض تسنیم مې لومړی ځل د (جرس پښتو ادبي جرګې) یوې غونډې کې ولید. د هغې غونډې له یو - دوو پرته نور ټول غړي کراچۍ مېشت پښتانه مزدوران یا هټیوال وو.

پښتو لیک لوست یې د عاید وسیله نه وه، خو په مورنۍ ژبه د شعر ویلو او اورېدلو مېنې به لس- پنځلس ورځې وروسته مجبورول چې یوه ورځ د صدر سیمې جهانګیر پارک د ونو سیوري ته سره کښېني.

د ریاض لومړۍ خبرې چې ما واورېدې، په ژبه کې پر نویو اصطلاحاتو له اعتراضه پیل شوې. وروسته مو تر کلونو سره لیدل. د مېلمستون ډېره برخه یې کتابونو نیولې وه. په بازار کې به مې هم د زړو کتابونو د پلور مارکیټ کې لید. یوه ورځ مې ټوکه ورسره کوله، ما ویل ماما (ده به ټولو ته ماما ویل، بیا به نژدې ملګرو دی هم ماما باله) تل دې زړو کتابونو سره وینم، اوس ته خپله هم د پخواني کتاب غوندې راته ښکارې!

ځواب کې یې هغه حکایت تکرار کړ، چې یوه سړي د بل غیبت کاوه، ویل یې هر خیرات کې یې وینم، مخاطب یې ځواب ورکړی و، چې خو ته هم په هر خیرات کې یې، ځکه هغه وینې.

تقریباً هر ځل مو په مجلس کې د ژبې موضوع یادیده. په موسکا به یې ویل چې اوس خلکو د لفظونو جوړولو لپاره کارخانې جوړې کړې دي. بس چې کښېنې وايي به دې ته پښتو کې څه وايي، هغه ته څه وايي او که ځواب و نه مومي، له ځانه یو څه جوړ کړي او یا یې ټکي په ټکي وژباړي او په شعر کې یې پیوند کړي.

* سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال

* پخوانیو شاعرانو ولې د خپلو مېرمنو ښکلا نه ستایله؟

* پښتو نړیوال کنفرانس: پښتو باید د رسمي ژبې په توگه ومنله شي

دلیل یې دا و چې غزل خپل مزاج لري. د غزل پر نازک او ښایسته وجود د نویو فکرونو مرغلرې کتارولای شو، خو متروک یا زیږه توري د غزل ښایستوکې بڼه بدرنګوي.

توصیه به یې دا وه چې د نن شاعر باید د اساتذه وو له رنګه بې برخې نه وي او دغه راز د خپل عصر له مسایلو هم بې خبره پاتې نه شي، بلکې له ادبي نظره مسایلو ته د کتلو تسلسل باید پر ځای وي.

د دوو خونو یوه کوچني کور کې اوسېد، چې د مزدورانو مېنې په نامه د کارخانو منځ کې جوړ شوی و. شاوخوا کې یې ډېر اوسېدونکي د پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو کراچۍ ته تللي مزدوارن وو. ریاض پېښور کې زېږېدلی و. پلرنی ټاټوبی یې د خیبر پښتونخوا مومندو سیمه وه.

دی هم مزدورۍ پسې کراچۍ ته تللی و، خو خپله لوستی سړی و، د کارخانو مزدورۍ پر ځای یې دفتري کار کاوه، البته د خپلو خلکو د محرومیت او بې وسۍ څړیکې یې شعر او نثر کې جووتې لیدل کېدې. ریالیسټ و، ځکه یې د طبقاتي کشمکش رومانوي خبرې نه کولې، بلکې د محبت په تړاو به یې هم ویل چې باید له هډوکو او غوښې جوړ انسان سره وشي، خو د ظلم، بې عدالتۍ او ناسم وېش پر وړاندې یې په ټول قوت او خپل انداز غږ پورته کاوه.

رياض تسنيم دا کوم رنګ مې کشيد کړی، چندڼ، زه که دا وارې ویده شوم ، د خوشحال انتخاب او بېډ نمبر ٢٨ نومي چاپ شوي شعري او نثري اثار پرې ایښي دي.

د انځور حقوق Facebook

د جرس ادبي جرګې ګډونوالو به د خپلې هرې غونډې حال لیکه او بیا به یې معمولاً په کتابي بڼه خپراوه. دغو ټولکو کې د نقد یا کره کتنې په برخه کې د تسنیم ډېرې خبرې خوندي دي او ښيي چې ریاض خورا ژوره مطالعه درلوده او ژبور نقاد و.

ریاض تسنیم مې وروستی ځل د ۲۰۱۳ کال وروستیو کې خپل کور کې ولید، چې تور زیړي سخت لاندې کړی و. د تېر نومبر لومړیو کې یې ناروغي سخته شوه او څه باندې یوه میاشت د کراچۍ بېلا بېلو روغتونونو کې له بستري کېدو وروسته یې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په ۳مه ساه ورکړه. روح یې ښاد

اړونده مطالب

ورته مطالب