بهرني پانګه وال کابل هوايي ډگر ته رسېدو سره سم ويزه اخيستى شي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption بهرنیو پانګه والو ته د ارایول ویزې تر څنګ نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوي

افغان حکومت د بهرنیو پانګه اچوونکو او سوداګرو لپاره د ویزې ورکړې بهیر اسانه کړی او اوس کولای شي د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې "ارایول" ویزه تر لاسه کړي.

په تېر کې د بهرنیو پانګه والو او سوداګرو لپاره د ویزې تر لاسه کولو بهیر اوږد و، کټ مټ لکه عادي ویزو په څېر له فورمې ډکولو نیولې تر نورو منډو ترړو، چې نه یوازې زیات لګښت پرې راته، بلکې ډېر وخت یې هم نیوه.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو طرحه د افغان حکومت د وزیرانو شورا ته وړاندې او تایید شوې ده.

* د کابل او بلخ پانګه وال راتلونکي ته هیله مند دي

* امریکایی پانګه‌وال ۲۳ میلیارده ډالر په خیریه چارو لګوي

* د خپلو هېواد والو د ژوند ژغورونکی پانګه وال

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په نوې طرحه کې بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته پر ارایول ویزې سربېره نورې اسانتیاوې هم شته.

نوموړی وايي، "بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته نه یوازې د ارایول ویزې اسانتیا رامنځته شوې، بلکې د ویزې د اعتبار مهال او د تګ راتګ ځلونو کې زیاتوالی او ترڅنګ یې د ویزې په لګښتونو کې کموالی راغلی دی."

د ښاغلي مستعني په خبره افغان حکومت، بهرني پانګه والو ته لا وار دمخه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ارایول ویزو ور کړه پیل کړې ده.

د سوداګرۍ خونې چارواکي د حکومت له دې پرېکړې ملاتړ کوي او زیاتوي، په هوايي ډګر کې به بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د ویزې ورکړه افغانستان ته د هغوی پر راتګ مثبت اغېز وکړي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي بي بي سي ته وویل "هغه بهرني پانګه وال چې غواړي پانګونه یا په سوداګریزو نندارتونو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي، هغوی ته په هوايي ډګر کې د ویزې ور کړه ښه اقدام دی او خصوصي سکتور یې ملاتړ کوي."

د انځور حقوق Getty Images

ارایول ویزه څه ده؟

ارایول ویزه هغې ویزې ته وايي، چې یو هېواد یې کوردننه د بهرنیو وګړو پر پاسپورټ لګوي.

په دې مانا که بهرنی وغواړي افغانستان کې پانګونه وکړي، د دې پر ځای حې د افغانستان له سفارته د ویزې غوښتنه وکړي، د اسنادو په موجودیت کې کولای شي، یاده ویزه په کابل هوايي ډګر تر لاسه کړي.

دغه ویزه د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره بهرنیو سیلانیانو ته ور کول کېږي، خو ځینې هېوادونه یې په سوداګریزه برخه کې د بهرنیو سوداګرو او پانګه والو د جلبونې لپاره ور کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هر څوک چې په هوايي ډګرونو کې د ارایول ویزې تر لاسه کولو غوښتنه کوي، نو باید په اسنادو د خپل سفر موخه ثابته کړي چې تر ارزونې وروسته ورته د غوښتل شوې کټګورۍ ویزه ور کول کېږي.

ویزه که امنیت؟

امنیت د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره له بنسټیزو مخ شرطونو دی، خو پوښتنه دا ده چې د بهرنۍ پانګې جلبونې لپاره یوازې د ویزو د ورکړې بهیر اسانتیا بسنه کوي؟

د ښاغلي پسرلي په خبره، د بهرنۍ پانګې جلبونې پر وړاندې امنیت تر ټولو غټه ستونزه ده، خو د سیمې هېوادونو پانګه وال د افغانستان له امنیتي وضعیت سره تر یوې کچې بلد او لېوال دي چې امنو ښارونو ته لاړ شي. د هغه په ټکیو، په تېر کې په ځانګړي ډول سیمه ییزو پانګه والو ته د ویزې ور کولو پېچلي بهیر افغانستان د هغوی راتګ ټکنی کړی و.

ورته مطالب