د يمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حوثي ياغيانو د ښاغلي صالح پر کور بمباري کړې

ديمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح د حوثيانو له غورځنگ سره په جگړه کې وژل شوى دى.

د "المسيره" په نامه د حوثي ياغيانو يوۀ ټلويزيوني چينل د دغه غورځنگ د چارواکو په وينا ويلي "په دغه مليشه ډله کې د خيانت کړکېچ پاى ته ورسېد او خاينانو مشر ووژل شو."

داسې انځورونه او ويډيوگانې پر انټرنېټ خپاره شوي چې ظاهرا" د ښاغلي صالح مړى ښېي چې په سر لگېدلى دى.

د ښاغلي صالح د گوند "د خلکو کانگرېس" چارواکو وويل نوموړى د پلازمينې صنعا په سويل کې په يوۀ بريد کې ووژل شو.

د حوثي ياغيانو مشر د ښاغلي صالح وژنه "ستره او مهمه پېښه وبلله.

عبداالمالک حوثي وويل د سعودي په مشرۍ ټلوالې يوه "توطيه" يې شنډه کړه.

حوثي ياغيانو هغه سيمه لاندې کړه چې د نوموړي کور په کې دى.

ښاغلى صالح تر تېرې اوونۍ پورې د حوثي ياغيانو متحد و او يمن د اوسمهالي ولسمشر عبدربه منصور هادي پر وړاندې جگړه کوله.

خو وروسته د ښاغلي صالح وسلوال ځواکونه په پلازمېنه صنعا کې له حوثيانو سره په نښتو کې ښکېل شول او نوموړي د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره د خبرو وړانديز وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption علي عبدالله صالح ٢٢ کاله د يمن ولسمشر و

ښاغلي صالح ويلي و "که ټلواله د يمن اقتصادي کلابندي ختمه او بريدونه ودروي نو دى خبرو اترو ته چمتو دى."

د ښاغلي صالح دا پرېکړه د سعودي په مشرۍ ټلوالې له هرکلي سره مخ شو.

ټلوالې ويلي و "ښاغلى صالح چې د خپلو خلکو ترڅنگ ودرېږي نو يمن به له ايران پلويو مليشو آزاد کړي."

حوثي ياغيانو نوموړى په "خيانت" تورن کړى و.

عربستان په مشرۍ ټلوالې يمن کې نوى ملگرى موندلى

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د يمن کړکېچ

د حوثي ياغيانو مشر عبدالمالک حوثي پر ښاغلي صالح غږ کړى و چې له خپلې دغې کړنې لاس پر سر شي.

د کورنيو جگړو له امله د يمن د ٢٨ ميليون وگړو ٦٥ سلنه پر بشري مرستو پايي چې يو شمېر يې د قحطې څنډې ته رسېدلي دي.

د ملگرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ اوسمهال د کولرا مشکوکې پېښې له ٢٠٠ زرو اوښتي او ١٣ زره کسانو وار له مخه خپل ژوند بايللى دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب