مشهور هندی فلمي ستورى ششي کپور ومړ

د انځور حقوق .
Image caption ششي کپور د هندۍ سينما يو له وتلو څېرو و

د باليووډ وتلى ستورى ششي کپور چې په ٧٠ او ٨٠ لسيزه کې د هندۍ سينما يو له وتلو څېرو و، د ٧٩ کلونو په عمر ومړ.

نوموړى چې د "ديوار" او "کبهي کبهي" په څېر اوڅار فلمونو کې لوبېدلى، له يوې مودې راهيسې ناروغ او په روغتون کې بستري و.

کپور کورنۍ له لسيزو راهيسې د هند فلمي صنعت کې فعاله او د اغېزخاوند ده.

د ششي کپور وراره "رندهير کپور" رسنيو سره په خبرو کې وويل "هغه له څو کلونو راهيسې د پښتورگو په ناروغۍ اخته و او درملنه يې کېده."

د ششي کپور د مړينې د خبر په اورېدو د هغه مينوالو خواله رسنۍ ته مخه کړه او پېرزوينې وړاندې کړې.

د هند لومړى وزير نرېندرا مودي پر ټوېټر خپل خپاره کړي پيغام کې د ششي کپور پر مړينې خپگان څرگند کړى او ويلي دي چې د هغه هنر به راتلونکي نسلونه په ياد ولري.

رپوټونه وايي د نوموړي د جنازې مراسم به سه شنبې سهار په ممبي کې تر سره شي.

ششي کپور گڼ فلمي جايزې گټلي، په ٢٠١١ م کال کې د هند د حکومت له لوري د "پدما بهوشن" په جايزه ونازول شو او په ٢٠١٥ م کال کې ورته د "دادا صاحب پالکې" جايزه ورکړل شوه چې د هند په سينما کې تر ټولو لوړه بلل کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption ششي کپور د "پدما بهوشن" او "دادا صاحب پالکې" په لوړو جايزو نازول شوى

ششي کپور د خپلې موسکا له امله مشهور و او مينوالو يې "تر ټولو ښايسته ستورى" باله.

په ډيوار فلم کې د هغه يو ډيالوگ چې په يوه ترينگلې مخامختيا کې خپل ورور ته وايي "ما سره مې مور ده" د نړۍ په لر او بر کې د هندي فلمونو مينوالو ته په تر ټولو مشهور ډيالوگ بدل شوى و. په دغه فلم کې د ښاغلي کپور د ورور رول اميتاب بجن لوبولى.

د کلونو په تېرېدو سره دې ډيالوگ ان اوس پر سوداگرييزو توکو لکه پيالو، لاسي بکسونو او د بالښتونو پر پوښونو ليکل کېږي.

افغان فلم فيسټېوال ته ورسېد، خو جوړونکي ته یې ویزه نه ده ورکړل شوې

'زما ښار بامیان' فلم د نوښتګرو ښارونو فلمي نندارتون لومړی مقام ګټلی

ششي کپور په ماشومتوب کې په فلمونو کې لوبېدل پيل کړل او څه د پاسه ١٥٠ فلمونو کې يې رول لوبولى.

اړونده مطالب

ورته مطالب