ټرمپ به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني

. د انځور حقوق AFP
Image caption عرب مشرانو ټرمپ ته خبرداری ور کړی چې په دې کار سره به د نړۍ په لر او بر کې مسلمانان وپاروي

د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو تېره ورځ ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر ټرمپ به د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړي چې په اسراییلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي. دا خبره هم شوې چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدچارې به کلونه وخت واخلي.

د امریکا دولت هوډ لري چې بیت المقدس نن چهارشنبه د ډیسمبر ۶مه، رسماً د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د دوو- درېوو کلونو په موده کې د سفارت جوړولو چارې ناشونې دي، یعنې د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ ولسمشریزه دوره کې په بیت المقدس کې سفارت نه شو پرانیستلی.

* د اسراییل لوی درستیځ: د ایران په تړاو له سعودي عربستان سره ورته نظر لرو

* بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پلان محمود عباس خواشینی کړی

تر هغه چې په بیت المقدس کې د امریکا سفارت نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته چمتو کېږي، په تل ابیب کې د امریکا سفارت برحاله پاتې کېدل به په هرو شپږو میاشتو کې د ښاغلي ټرمپ لاسلیک ته اړتیا ولري.

د عربانو ګواښ

تېره ورځ د عرب نړۍ یو شمېر مشرانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ور کړ چې له تل ابیب څخه و بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدونه به ښې پایلې ونه لري.

ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سیمه کې له څو مشرانو سره خبرې وکړې چې هغوی د سفارت لېږدونې پر پرېکړه خبر کړي.

د سعودي پاچا ملک سلمان ښاغلي ټرمپ ته ویلي، په دې برخه کې به هر ګام د نړۍ په لراوبر کې د مسلمانانو د پارونې لامل شي.

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې هم راغلي، چې "ولسمشر عبدالفتاح السیسي خپل امریکايي سیال ته ویلي، په منځني ختیځ کې د وضعیت لا پېچلي کولو ته اړتیا نه شته."

په خبرپاڼه کې راغلي "سیسي ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې دا کړنه به په منځني ختیځ کې د سولې فرصتونه له منځه یوسي."

د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې "دا ګام به په سیمه او نړۍ کې د سولې او ټیکاو پروړاندې لوی خنډونه جوړ کړي."

د انځور حقوق EPA

د اردن پاچا دویم عبدالله هم ټرمپ ته ویلي، دا پرېکړه به "په منځني ختیځ کې د سولې او ټیکاو پروړاندې خطرناکې پایلې ولري او د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ شخړه به لاپسې زیاته کړي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندې ګواښ کړی و، که امریکا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه ومني، له اسراییلو سره به ترکیه خپل اړیکي غوڅې کړي.

د بیت المقدس مقدس پر ملکیت د اسراییلو او فلسطین دعوه، د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو ډېره لانجمنه مسله ده.

دغه ښار چې عربان یې القدس او اسراییلیان یې اورشلیم بولي، د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو لپار تاریخي اهمیت لري.

امریکا تر اوسه بیت المقدس د اسراییلو د خاورې د برخې په توګه چې ختیځې خواوې یې غصب شوې ګڼل کېږي، په رسمیت نه دی پېژاندلی.

که سپینه ماڼۍ، له ۱۹۴۸ کال راپدېخوا چې اسراییل رامنځته شوی، امریکا به لومړنی هېواد وي چې خپل سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.

د قدس په اړه اختلاف

د انځور حقوق Reuters
Image caption نړیواله ټولنه قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه مني او د امریکا - چې د اسرائیلو تر ټولو نژدې ملګری دی، په ګډون ټول هېوادونه په تل ابیب کې خپل سفارتونه لري.

د قدس مساله د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د شخړې اصلي محور ګڼل کېږي.

په دې ښار کې د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو سپېڅلي ځایونه دي، په تېره بیا ختیځ قدس کې.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال ختیځ قدس په یوه جګړه کې ونیو، خو اوس د ټول ښار د پلازمېنې ګڼلو ادعا لري. فلسطینیان بیا د قدس ختیځه برخه د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي.

نړیواله ټولنه قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه مني او د امریکا - چې د اسرائیلو تر ټولو نژدې ملګری دی، په ګډون ټول هېوادونه په تل ابیب کې خپل سفارتونه لري.

اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې ختیځ قدس کې لسګونه استوګنځي جوړ کړي، چې ۲۰۰ زره یې یهودي دي. دغه استوګنځي د نړیوال قانون پربنسټ ناقانونه ګڼل شوي دي.

د اروپا دریځ

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته ویلي د دغه ګام په اړه "اندېښمن" دی، چې په وینا یې دا ګام باید "د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د خبرو په چوکاټ کې اخیستل شوی وای."

اروپايي ټولنې هم خبرداری ورکړی چې د ټرمپ دا کار به "د نړۍ په ډېری برخو کې د لانجو راپورته کولو لامل وګرځي". اروپايي ټولنه په منځني ختیځ کې د سولې څلور اړخیزې جرګه ګۍ غړیتوب لري چې امریکا، ملګري ملتونه او روسیه یې هم غړي دي.

ورته مطالب