واشنګټن پوسټ: عمر خطاب په هند لویه وچه کې د القاعده دویم لوړپوړی غړی و

. د انځور حقوق NDS

امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي عمر خطاب د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې د القاعده ډلې تر ټولو لوړ پوړی غړی دی چې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، له افغان چارواکو وروسته اوس امریکايي چارواکو هم د دغه کس وژنه چې په عمر منصور هم مشهور و، تایید کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي عمر خطاب په هند لویه وچه کې د القاعده ډلې دویم لوړ پوړی غړي و.

ورځپاڼه زیاتوي هغه پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونو کې مخامخ برخه لرله او طالبانو ته یې د توغندیو او هاوان په برخو مشورې ورکولې.

* افغانستان کې د القاعده مشر عمر خطاب وژل شوی

ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس په اړه خپله سرمقاله کې پر مسلم لیګ نواز ګوند او حکومت نیوکه کړې چې ګواکې له خپله اړخه یې له امریکا سره د اړیکو په ښه کولو کې هڅې نه دي کړي.

البته په هغو برخو کې چې د ملکي حکومت په واک کې وي.

ورځپاڼه زیاتوي دا سمه ده چې په امنیتي برخه کې له امریکا سره اړیکې کړکیچنې دي، خو ملکي حکومت په نورو برخو کې لکه د امریکا بازارنو ته د پاکستاني تولیداتو رسیدلو کې هم پاتې راغلی.

ورځپاڼه زیاتوي معلومه ده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې له افغانستان سره له اړیکو اغیزمنې دي او ملکي حکومت د افغانستان په موضوع کې ډیر کم رول درلود، خو وايي دا ډیره ناهیله کوونکې ده چې حکومت په دې برخه کې د تسلیمیدو تر حده رسیدلی.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پای ته رسولې چې که په سیمه کې سوله او ټیکاو راوستل هدف وي نو دا هغه وخت شونې ده چې ملکي حکومتونه په مسایلو کې خپل نظر او خپل لومړیتوبونه ولري.

پاکستان ټوډی

پاکستان ټوډی ورځپاڼې د مخکیني لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هغه خبره را اخیستې چې د سیمې په کچه همکاري تر هغه نه شي را منځته کېدای چې په افغانستان سوله او ټیکاو نه وي راغلی.

ده ویلي د پاکستان له ملاتړ پرته نړیواله ټولنه نه شي کولی دې هدف ته ورسیږي، نو پاکستان ته پکار ده چې د افغان روغې جوړې په بهیر کې مرسته وکړي.

ټیلیګراف ورځپاڼه

ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي، یوه جاپاني شرکت امریکايي شرکت بوم ته لس ملیارده ډالره ورکوي چې له غږه د چټکې مسافر وړونکي الوتکې جوړې کړي.

د دې الوتکو په جوړېدو سره به په هوايي الوتنو کې بې ساری بدلون راشي.

د جاپان هوايي شرکت له دغه شرکت غوښتي چې دوی ته دا ډول شل الوتکې جوړې کړي.

بوم شرکت ته تر اوسه د دا ډول ۷۶ الوتکو د جوړولو وینا کړې ده.

دا الوتکه ۵۵ تنه لیږدولی شي او د لندن او نیویارک ترمنځ واټن یوازې په درې ساعتونو او پنځلسو دقیقو کې طی کوي.

په پام کې ده دا الوتکه په ۲۰۲۰ کال کې د سپرلۍ لیږد پیل کړي او چټک والی د کانکورد الوتکې هم لس سلنه زیات وي.

ورته مطالب