ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

هېڅ دولت قدس د اسرائیلو نه بولي د انځور حقوق RRODRICKBEILER
Image caption هېڅ دولت قدس د اسرائیلو نه بولي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که امریکا د فلسطین قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني، نو انقره به له اسرائیلو سره خپل اړیکي غوڅ کړي.

نوموړی زیاتوي دا ډول ګام اخیستل د مسلمانانو لپاره تر "سرې کرښې" د تېرېدو په معنا دي.

د فلسطیني کورواکې ادارې د مشر سلاکار نبیل شعث یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا له خوا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندلو پرېکړه د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د ټرمپ د هڅو په سیند لاهو کولو په معنا دي.

ګڼو هېوادونو د ټرمپ دا ډول پرېکړه او هوډ غندلی دی.

رپوټونه وايي ټرمپ به دا اونۍ له تل ابیب نه قدس ته د امریکا سفارت لېږدولو پرېکړه وکړي. د قدس مساله د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې یو اصلي ټکی دی.

اردوغان د سې شنبې په ورځ یوې تلوېزیوني وینا کې وویل: "ښاغلی ټرمپه! قدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده، ښايي ستا دا کار له اسرائیلو سره زموږ د دیپلوماتیکو اړیکو غوڅولو لامل وګرځي."

ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ له تل ابیب نه قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو د ځنډولو له پرېکړې مخکې هوډ وښود.

ټرمپ به بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژني

بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پلان محمود عباس خواشینی کړی

ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

دا به په ۱۹۴۸ کال د اسرائیلي دولت له جوړېدا راهیسې امریکا لومړی هېواد وي چې قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژني.

له دې ګام اخیستو یوه ورځ وړاندې، د امریکا ولسمشر په تیلیفون د منځني ختیځ له مشرانو سره غږېدلی دی.

د فلطسیني ادارې ویاند نبیل ابو ردینة ویلي، محمود عباس ټرمپ ته ویلي، چې قدس ته د اسرائیلي سفارت لېږدول به خطرناکې پایلې ولري. د عباس دا خبرداری وروسته تر هغه راغلی، چې ټرمپ د سفارت له لېږدولو خبر کړی و.

د اردن پاچا هم ورته دریځ ښودلی. د اردن پاچا دفتر ویلي، پاچا عبدالله د امریکا ولسمشر ته ویلي، د سفارت لېږدول "د منځني ختیځ امن او ټیکاو ته خطرناکې پایلې ولري.

اسرائیل وايي، قدس یې پلازمېنه ده، خو فلسطینیان بیا ختیځ قدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه ګڼي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نړیواله ټولنه قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه مني او د امریکا - چې د اسرائیلو تر ټولو نژدې ملګری دی، په ګډون ټول هېوادونه په تل ابیب کې خپل سفارتونه لري.

ترکیې تېر کال له شپږو کلونو وروسته له اسرائیلو سره له دې کبله دیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل، چې د اسرائیلو ځانګړو ځواکونو غزې ته د مرستو روانه بېړۍ کې د فلسطینیانو ملاتړي ترکان ووژل.

د قدس په اړه اختلاف!

د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د شخړې اصلي ټکی قدس دی.

په دې ښار ، په تېره بیا ختیځ قدس کې د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودان ګڼ سپېڅلي ځایونه دي.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال له جګړې وروسته ختیځ قدس ونیو او د ټول ښار د پلازمېنې کېدو ادعا یې وکړه. فلسطینیان وايي، ختیځ قدس د دوی د راتلونکي حکومت پلازمېنه ده. د ۱۹۹۳ کال د هوکړو له مخې، دا ښار د دواړو غاړو د سولې د خبرو اصلي ټکی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption عرب مشرانو ټرمپ ته خبرداری ور کړی چې په دې کار سره به د نړۍ په لر او بر کې مسلمانان وپاروي

نړیواله ټولنه دا نه مني چې ګني اسرائیل دې د قدس واک ولري، د اسرائیلو د نژدې ملګرې امریکا په ګډون ټول هېوادونه تل ابیب کې سفارتونه لري.

اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې ختیځ قدس کې لسګونه استوګنځي جوړ کړي، چې ۲۰۰ زره یې یهودي دي. دغه استوګنځي د نړیوال قانون پربنسټ ناقانونه ګڼل شوي دي.

که امریکا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني، نو دا به په ښکاره د نړیوالې ټولنې مخالفت وي او د اسرائیلو هغه ادعا به پیاوړې کړي، چې واييو ختیځ قدس کې د دوی استوګنځي "قانوني بڼه" لري.

چا د ټرمپ د پرېکړې مخالفت کړی؟

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون خپل امریکايي سیال ته ویلي، ددغه ګام اخیستو په اړه یې "اندېښمن" دی، او په یو اړخیز ډول قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژني. دی وايي، په دې اړه پرېکړه باید د "فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ له خبرو وروسته" وشي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د سعودي پاچا ملک سلمان ښاغلي ټرمپ ته ویلي، په دې برخه کې به هر ګام د نړۍ په لراوبر کې د مسلمانانو د پارونې لامل شي.

اروپايي ټولنې هم خبرداری ورکړی چې د ټرمپ دا کار به "د نړۍ په ډېری برخو کې د لانجو راپورته کولو لامل وګرځي". اروپايي ټولنه په منځني ختیځ کې د سولې څلور اړخیزې جرګه ګۍ غړیتوب لري چې امریکا، ملګري ملتونه او روسیه یې هم غړي دي.

د عربي ټولنې عمومي منشي احمد ابو الغیط د ټرمپ دا ګام "خطرناک او ناوړه پایلې لرونکی" عمل بللی.

د سعودي پاچا ملک سلمان ښاغلي ټرمپ ته ویلي، په دې برخه کې به هر ګام د نړۍ په لراوبر کې د مسلمانانو د پارونې لامل شي.

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې هم راغلي، چې "ولسمشر عبدالفتاح السیسي خپل امریکايي سیال ته ویلي، په منځني ختیځ کې د وضعیت لا پېچلي کولو ته اړتیا نه شته."

ورته مطالب