ټایمز: د علي عبدالله زوی له ایرانه د غچ اخیستو ګواښ کړی

علي عبدالله صالح د دوشنبې په ورځ ووژل شو د انځور حقوق AFP
Image caption علي عبدالله صالح د دوشنبې په ورځ ووژل شو

بریتانیايي ورځپاڼو د چارشنبې په ورځ د منځني ختیځ او عربي چارو دوې مهمې مسلې راخیستې: د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له وژل کېدو وروسته وضعیت او له اسرائیلو نه قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو په اړه د ټرمپ پرېکړه.

ټایمز ورځپاڼې یمن کې د "الشرط الاوسط" ورځپاڼې د خبریال ریچرډ سپنسر مقاله راخیستې چې وايي: "د علي عبدالله صالح زوی له ایرانه د غچ اخیستو ژمنه کړې".

سپنسر وايي، سعودي عربستان او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح زوی پرون له حوثیانو سره د سولې وړاندیزونه وننګول او ژمنه یې وکړه چې د جګړې اور کې له لولپه شوي یمن نه به حوثیان وشړي.

۴۵ کلن احمد علي صالح چې سعودي ته له حوثیانو سره د جګړې چمتو کېدو لپاره ریاض ته پر لار و، ویې ویل "حوثي یاغیانو د ایران په ملاتړ زما پلار وواژه. د وطن او انسانیت له دښمنانو سره به جنګېږم."

سپنسر زیاتوي، په یمن کې له تېرو درو کلونو راهیسې روانه کورنۍ جګړې هېواد لولپه کړی، بې وزلي او لوږه اوج ته رسېدلې ده او د هېواد له ټول ټال کابو۲۷ میلیون وګړو، ۲۲ میلیون یې له لوی کړاو سره مخامخ دي.

د يمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

منصور هادي یمنیان حوثي ضد پاڅون ته بللي

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې یمن کې د لوږې له کبله کابو درې میلیون خلک کړېږي، سربېره پر دې هلته کولرا ناروغي هم د کابو درو میلیون وګړو ژوند ګواښي.

د صالح زوی د سعودي یوه تلوېزیون ته ویلي: "له یمن نه به د وروستي حوثي تر شړلو پورې وجنګېږم. زما د پلار وینه به ایران ته دوزخ جوړ کړي."

Image caption علي عبدالله صالح ۳۳ کاله د یمن ولسمشر و

سپنسر زیاتوي، ښاغلی صالح به، چې وړاندې د خپل پلار د ولسمشرۍ پرمهال د ولسمشرۍ د ځانګړي ځواک قومندان و، د یمن مأرب ولایت ته وخوځېږي. مأرب دا مهال د سعودي له ملاتړ او په نړیواله کچه د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت پلویانو په لاس کې دی.

اټکل دی چې صالح له علي محسن الاحمر سره هم لاس یو کړي. الاحمر د علي عبدالله صالح د واکمنۍ پرمهال د امنیتي ځواکونو مشر و چې اوس د یمني ولسمشر مرستیال دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عرب لیګ د علي عبدالله صالح وژنه غندلې

سپنسر وايي، د صالح له وژلو وروسته، د حوثیانو معنویات لوړ شوي، خو د پلازمېنې صنعاء د یوه اوسېدونکي په وینا "یمن کې به کړکېچ سخت او د اور لمن لا پسې وغځېږي."

ورته مطالب