یو سړی د تیریزا مې وژلو د پلان په تور محاکمه کېږي

دواړه تورند وېسټمنسټر محکمې ته په موټر کې بېول شوي د انځور حقوق .
Image caption دواړه تورند وېسټمنسټر محکمې ته په موټر کې بېول شوي

په پام کې ده یو سړی د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزا مې د وژلو د پلان جوړولو له کبله محکمه کې حاضر شي او رسماً د هغې د وژلو پلان جوړولو تورن شي.

بي بي سي موندلې چې دغه تورن کس هوډ درلود یوه چاودېدونکې وسیله د لومړۍ وزیرې د اوسېدو دروازه ته څېرمه وچووي.

دا هم ویل شوي، چې دغه سړي غوښتل لومړۍ وزیره په چړې ووهي او هغه ووژني.

د تورن سړي نوم نیمور زکریا رحمن یاد شوی چې ویل کېږي ۲۰ کلن دی او د لندن شمال کې اوسېږي.

د لندن د پولیسو په وینا، د محمد عقیب عمران په نوم یو ۲۱ کلن ځوان، چې برمینګهام کې اوسېږي، د ترهګریزو کړنو طرحه کولو په تور نیول شوی.

پولیس زیاتوي، زکریا رحمن د ترهګریزو کړنو د لومړنیو کارونو په ترسره کولو تورن دی او دویم تورن له هغه سره همکاري کړې ده.

پولیس وايي، دا دواړه کسان د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۸مه نیول شوي، خو تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایم ای ۵ مشر اندرو پارکر د تېرې سې شنبې په ورځ لومړۍ وزیرې ته په یوه رپوټ کې وویل، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د 'ترهګرۍ ۹ پلانونه' شنډ کړي دي.

د ایم ای ۵ مشر اندرو پارکر د تېرې سې شنبې په ورځ لومړۍ وزیرې ته په یوه رپوټ کې وویل، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د 'ترهګرۍ ۹ پلانونه' شنډ کړي دي.