له ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکو سره واده کوونکو ته ۲۵۰ زره انعام

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حکومت هدف هر کال له دغسې ۵۰۰ جوړو سره مالي مرسته کول دي، خو لا هم دغه هدف ته اوږد واټن پاتې دی.

هند مرکزي حکومت وايي هغه کس ته به ۲۵۰ زره روپۍ انعام ورکړي، چې له (دلت) یا ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکي کس سره واده وکړي.

دغه انعام مخکې هم ورکول کېده، خو مخکې شرط په کې دا و، چې باید واده کوونکي کسان په کال کې پنځه سوه زره روپۍ عاید ولري، خو اوس حکومت د دغه شرط ختمولو اعلان هم کړی دی.

حکومت دغه پلان ۲۰۱۳ کال کې د دې لپاره پیل کړی و، چې ټولنیزه نابرابري له منځه لاړه شي، د هېواد ټولو وګړو تر منځ د توکم او خېل پر بنسټ خنډونه لري شي او د ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکي کسان په ټولنه کې برابره ونډه ومومي.

د نوي قانون له مخې به هرې هغې جوړې ته ۲۵۰ زره مالي مرسته ورکړل شي، چې ناوې یا زوم یې دلت توکمه وي.

د هند ټولنیز انصاف او ځواکمنولو چارو وزارت وايي د مرستې تر لاسه کولو لپاره د واده له ورځې تر یوه کاله پورې باید ميړه، ښځه له مشترک بانکي حسابه عریضه وړاندې کړي.

په هند کې لوی او جنجالي واده

د هند فلمي ستوري شاهد کپور واده مراسم پیل شول

د مېړه ډبولو لپاره ناوې ته د لرګي بېټ ډالۍ

د هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپریس رپوټ کې ویل شوي مرکزي وزارت د دغه پلان لپاره چې یو شمېر ایالتونو کې د کلني عاید شرط ورته نه شته دغه پلان اعلان کړی دی.

د حکومت هدف هر کال له دغسې ۵۰۰ جوړو سره مالي مرسته کول دي، خو لا هم دغه هدف ته اوږد واټن پاتې دی.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه وايي د مالي مرستې له اعلانه وروسته لومړي کال کې ایله پنځو کسانو دغه مرسته تر لاسه کړه، دویم کال کې د دغسې کسانو شمېر ۷۲ ته ورسېد او له هغه وروسته ۷۳۶ عریضو کې یوازې ۴۵ وتوانېدل مرسته تر لاسه کړي.

د روان کال اوږدو کې له ۴۰۰ عریضه کوونکو نه ۷۲ کسانو ته دغه مرسته ورکړل شوې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب