'بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي'

. د انځور حقوق Getty Images

د تهران ټایمز ورځپاڼه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له قوله چې امریکا ته یې په خطاب کې ویلي، لیکي، بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي.

نیویارک ټایمز:

د بیت المقدس لپاره په عربي نړۍ کې ملاتړ ښايي خپل ځواک بایللی وي تر عنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي:

په عربي نړۍ کې له څو لسیزو راهیسې د خپلواک فلسطین د طرحې چې پلازمېنه یې بیت المقدس وي ملاتړ کېده، پاچاهانو او دیکتاتورانو یې ملاتړ کاوه، مذهبي کسانو او امامانو ورته دعاوې کولې، جهادیانو او مظاهره چیان په دې خاطر ځانونه ووژل، اورپکو ډلو او سیاسي ګوندونو ورته کمپاینونه کول، خو د چارشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ له خوا دا اعلان چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پیژني پر دې هر څه مرګونی ګوزار و.

ځکه چې له دې سره د عربانو او اسراییلو ترمنځ په مبارزه کې اسراییلو ته یوه لویه بریا ورکړل شوه.

ورځپاڼه لیکي که څه هم عربي او مسلمانو مشرانو د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پرضد خپل غږونه پورته کړل او دا ګام یې وغانده، خو په منځني ختیځ کې ډېری په دې ګومان دي چې په وروستیو کلونو کې ډېر څه بدل شوي او د عربانو له خوا د ولسمشر ټرمپ د ګام غندنه به د یوه شکایت یا په بله اصلاح ژړا ترحده وي او بس.

ډاڼ ورځپاڼه:

د بیت المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه پر ده، ده ته د نژدي کسانو نفوذ ښيي تر عنوان لاندې د پاکستان د ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي نژدي دوه کاله مخکې د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید ډونلډ ټرمپ څخه جمهوریت غوښتوونکو یهودانو پوښتنه وکړه چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس ملاتړ کوي یا نه؟

دې پوښتنې ته د تېرې چارشنبې په ورځ ولسمشر ترمپ ځواب ورکړ او بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژنده چې دا پرېکړه یې هغه ته د نژدي کسانو نفوذ په ډاګه کوي، له دې ډلې د مرستیال ولسمشر مایک پینس او جمهوریت غوښتونکي شیلډون ډیلسن چې ولسمشر ټرمپ ته د یهودانو او عیسویانو د چارو په برخه کې لارښوونې کوي.

ورځپاڼه لیکي هغو یهودانو چې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې لرلې په هر ځل لیدنې کتنې او تېلېفوني خبرو کې د دې موضوع یادونه کوله چې بالاخره د چارشنبې په ورځ ولسمشر اعلان وکړ او دا یې یو سم کار وباله چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پیژني.

ګارډین ورځپاڼه :

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه بیا لیکي چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پیژندنې په هکله د امریکا د ولسمشر پرېکړه په نړیواله کچه وغندل شوه او په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې هکله په نژدي ورځو کې غونډه وکړي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په بېلا بېلو هېوادونو کې د امریکايي سفارتونو د کارکوونکو امنیتي تدابیر ډېر کړای شوي او اسراییلو هم له اعتراض کوونکو فلسطینیانو سره د مقاومت لپاره خپل پوځیان ډېر کړي دي.

ګارډین په لبنان کې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله هغه خبره هم راخیستې چې ویلې یې دي نن جمعه د فلسطنیانو د یوه بل پاڅونه د ملاتړ ورځ ده.

ګلف ټایمز ورځپاڼه:

په متحده عربي اماراتو کې چاپېدونکې ورځپاڼه ګلف ټایمز لیکي چې سعودي عربستان د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ټرمپ پریکړه غیر مسوولانه او نه توجیه کېدونکې بللې او دا ګام یې د فلسطین د خلکو د تاریخي او تل پاتې حق پر خلاف بللی دی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه هم د بیت المقدس په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې اسراییلو له دې وړاندې هم پر بیت المقدس کنترول درلود د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د تایید یوه ټاپه وه.

همدې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې تر هغه وخته پورې به له مسکو سره د امریکا مناسبات ښه نه شي چې د اوکرایین اړوندې سیمو نه روسیه په شاه شوې نه وي.