امریکا: ملګري ملتونه له سراییل سره د دوښمنۍ یو مرکز دی

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پر ملګرو ملتونو تور پورې کړ چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې امکانات زیانموي.

د نوموړې په وینا ملګرو ملتونو د اسراییلو پرضد دریځ درلودلی دی.

د هغې په خبره، ملګري ملتونه د نړۍ یو داسې مرکز دی چې له اسراییل سره دوښمني کوي.

میرمن هیلي دغه څرګندونې د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې وکړې، چې د بیت المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې وروسته جوړه شوې وه.

* امریکا: د مایک پینس او محمود عباس لیدنه مه لغوه کوئ

* د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته تاوتریخوالی

هغې ټینګار وکړ امریکا په منځني ختیځ کې داسې سولې ته ژمنه ده چې په وینا یې پر حقیقت ولاړه وي.

د امریکا سفیرې وویل دا د اسراییلو حق دی چې کوم ښار د خپل مرکز په توګه ټاکي او اسراییل باید د سولې په پلمه ونه ځورول شي.

هغې پر ملګرو ملتونو تور پورې کړ چې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د سولې خلاف دریځ یې لرلی دی.

"تېرو څو کلونو کې ملګري ملتونه یو له هغو مخکښو مرکزونو و چې د اسراییلو ضد دریځ یې لرلی دی، ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د سولې امکاناتو ته د ګټې رسولو پرځای تاوان رسولی دی. موږ د دې دریځ ملګري نه یو، د امریکا متحده ایالت به نور چوپ پاتې نه شي چې په ملګرو ملتونو کې په نامناسبه توګه پر اسراییلو برید وشي".

د فلسطین زړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو استازي ریاض منصور هم یو لړ څرګندونې وکړې او ویې ویل امریکا د اسراییلو په ملاتړ سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو مسودې ترپښو لاندې کړې ځکه باید نور په منځني ختیځ کې د سولې په بهیر کې د مشرۍ رول ونه لوبوي.

ښاغلي منصور د بیت المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته په اشارې وویل چې بیت المقدس به تل د فلسطین د زړه په توګه پاتې وي.

"تر هغه چې د بیت المقدس پوښتنه حل شوې نه وي، د فلسطینیانو پوښتنه نه شي حل کېدی، بیت المقدس له ډېر پخوا راهیسې د فلسطین زړه و او تل به وي".

د امنیت شورا په همدې غونډه کې د روسیې سفیر وسیلي نبینجیا وویل روسیه اوس هم چمتو ده چې د اسراییلي او فلسطیني مشرانو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړي.

نوموړي امریکا تورنه کړه چې له نړیوالې ټولنې سره د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په برخه کې په کړې ژمنه کې پاتې راغلې.

روسي سفیر وویل له امریکا نه یې غوښتنه کړې چې په دې هکله جزییات ورکړي چې د دې پرېکړې ترشا څه دي چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژاند او خپل سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته لېږدوي.

د انځور حقوق Getty Images

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو اروپايي غړو په ګډه بیانیه کې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په تړاو د ډونلد ټرمپ پر پرېکړه نیوکه کړې ده.

برتانیا، فرانسې او جرمني چې د امنیت شورا دایمي غړي او سویس او ایټالیا چې منځمهالي غړي یې دي د ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې په لار کې خنډ بللې ده.

د ډونلد ټرمپ له دې پرېکړې وروسته په مختلفو هېوادونو کې لاریونونه شوي چې ځینې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.