بېوزلي امریکایان څوک دي؟

. د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د متحدو ایالتونو په اقتصاد کې د خلکو لپاره په میلیونونو دندې ایجاد شوي، خو ډېر امریکایان لا تراوسه په بېوزلۍ کې ژوند تېروي. دا بېوزلي امریکایان څوک دي؟

د نژدې شپږو کلونو لپاره، د امریکا د متحدو ایالتونو په اقتصاد کې هر کال کابو دوه میلیونو خلکو لپاره د کار او دندو زمینه برابره شوې ده.

د اقتصاد ښه والي نه یوازې د ټولو هغو دندو پرځای چې د تېرې اقتصادې سوړبازارۍ له امله یې له لاسه ورکړې وې، نوې دندې رامنځته کړې، بلکې مخ په زیاتېدونکو وګړو لپاره یې هم د دندې موکې وپنځولې.

اوس د امریکا په متحدو ایالتونوکې د بېکارۍ او بې روزګارۍ کچه ۴،۱ سلنه ده، چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې ترټولو ټیټه ده، خو د ډېرو کورنیو اقتصاد لا تراوسه نه دی ښه شوی.

په ۲۰۱۶ کې نژدې ۴۱ میلیونه خلکو، یا د ټولو وګړو ۱۳ سلنې، په بېوزلي کې ژوند کاوه- چې دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله چې سوړبازارۍ کچه لوړه یا ۱۵ سلنه وه، ټیټه ده.

نو، دا خلک چې بېوزلي بلل کېږي څوک دي؟

* م. م افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ حالت خواشينوونکی دی

* څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

* راپور:"بېځايه شوي افغانان لوږه او مرګ ګواښي"

د امریکا په متحدو ایالتونوکې، دیوې څلورکسیزې کورنۍ کلنی منځنی عاید ۹۱،۰۰۰ ډالره دی.

خو، له مالیې نه مخکې عاید او د خوراک یاغذايي اړتیاوو پربنسټ، د بېوزلۍ د رسمي محاسبې له مخې، د څلورکسیزو بېوزلو کورنیو کلنی عاید معمولا له ۲۴،۳۰۰ ډالرو څخه کم وي.

ښايي دا د هغو هېوادو په پرتله لوړ ښکاره شي چې نړیوال بانک یې د ټیټ منځني عاید درلودونکي بولي- چې د سړي سر نا خالص کلنی ملي عاید یې له ۱،۰۰۰- ۴،۰۰۰ ډالرو ترمنځ دی.

خو د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ژوند د لګښت لوړوالی او د ټیټې او منځنۍ طبقې د اقتصادونو ترمنځ زیاتېدونکی واټن کېدای شي د بېوزلو امریکایانو ژوند سخت کړي.

برسېره پردې، د بېوزلو کورنیو منځنی کلنی عاید د بېوزلۍ له رسمي کچې ډېر ټیټ دی، چې په کال کې فقط ۹،۶۰۰ ډالره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د ۲۰۱۶ کال شمېرې ښيي، له هغو کسانوڅخه چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي تقریبا ۱۳،۳ میلونه یې ماشومان دي، چې له ۱۸ کلو د ټیټ عمر درلودونکو ۱۸ سلنه کېږي.

د وګړو د عمر په ډېرېدوسره، له ۶۵ میلیونو د زیات عمر درلودونکو بېوزلو کسانوشمېر ۴،۶ میلیونو ته لوړشوی، چې ۹ سلنه کېږي، خو په کارکوونکو کسانو کې چې ۱۸ تر ۶۴ کاله عمر لري، د بېوزلۍ کچه دومره لوړه نه ده.

خو همدا کارکوونکې خلک چې شمېر یې نژدې ۲۳ میلیونه یا د ټولو وګړو ۱۲ سلنه دی هم په حقیقت کې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د بروکینګز بنسټ(موسسې) د هامیلټن پروژې څېړونکي وايي همدغه معما یې څېړلې او سپړلې ده.

د کار په شرایط برابرو عمر لرونکو په اړه یې موندنې دادي:

•له هرو ۱۰ څخه څلورو یې کار کاوه

•له هرو ۱۰ څخه یو کس بشپړه ورځ کار کاوه، ټول کال پر کار بوخت و، خو کافي عاید یې نه لرل.

•له هرو ۴ څخه یو کس کار درلوده خو ټول کال یې کار نه درلوده

•له هرو ۲۵ څخه یو کس کار یا دنده لټوله

•له هغو څخه چې کار یې کاوه خو ټول کال یې بشپړه ورځ کار نه درلوده، له ۳ څخه یو کس اړ و چې نیمه ورځ کار وکړي

دا واقعیت چې تقریبا له هرو لسو کارکوونکو بالغانو څخه څلورکسان چې بېوزلي دي خو پر کارونو بوخت دي ښیی چې فقط په اصطلاح '' د دندو واټن'' یوڅه کم شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

که د نفوس یا د هېواد د وګړو د شمېر ډېروالی او د خلکو زړښت په حساب کې ونیول شي، نو دا په دې مانا نه ده چې د هرچا ژوند ښه شوی دی بلکې تش د استخدام هغې کچې ته بېرته ستانه شویدي چې تر سوړبازارۍ وړاندې وه.

دا پدې مانا هم نه ده چې هرچا دندې موندلې او په کارونو بوخت دي.

دا واقعیت پرځای پاتې دی چې د کاري عمر درلودونکو بالغو کسانو له نیمايي ډېره برخه چې په بېوزلي کې ژوند کوي، بې دندو او بې روزګاره پاتې دي.

زیاتره تولید شوي کارونه یا دندې، د میلمه پالنې یا هوټلونو په ډګر کې، مدیریت، روغتیا پالنې او د اطلاعاتو د ټکنالوجۍ په څانګو کې دي، که څه هم ځینې دغه څانګې چې سوړبازارۍ ځپلې وې - لکه د ودانیو جوړولو او تولیدي څانګې- لا تراوسه په بشپړه توګه نه دي رغول شوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کارکوونکو خلکو یا کاري ځواک یو انځور په ټولنې کې یو شمېر توپیرونه را څرګند کړي دي:

د ښځو د استخدام یا پرکار ګومارلو کچه له سوړبازارۍ وړاندې مهال ته بېرته راستنه شوې (۵۵سلنه)

•تورپوستي امریکان چې سوړبازارۍ ترټولو زیات ځپلي وو، ګړندي بیارغېدلي، خو د سپین پوستو امریکایانو په پرتله یې تراوسه هم د کارموندنې چانسونه کم دي

•له لیسوڅخه فارغې شوې یا تردې ټیتې کچې درلودونکې ښځې ډېر امکان لري چې له کاري ځواک څخه بهر پاتې شي اوکار ونه مومي

•سوړبازارۍ نارینه ترتولو ډېر ځپلي وو او کارونو ته د دوی بیا ستنېدل ګړندي نه و( اوس یې ۶۶ سلنه پرکارونو بوخت دي)

له ۵۰ کلونو راهیسې د ۲۵-۵۴ کلونو عمر لرونکو پر کار بوختو نارینه و شمېر په کمېدو و او د ښځو لپاره له ۲۰۰۰ کال راهیسې.

کیدای شي دا تر یوه حده د ټیټو تنخاګانو درلودونکو کسانو د تنخاګانو د لاکمېدو یوه پایله وي، چې منځنی شخصي عاید یې اوس په کال کې ۳۱،۱۰۰ ډالره دی.

ښايي زیاتره هغه کسان چې اوس دندې نه لري د حکومت له جدي مداخلې پرته ونه شي کولای ځان ته کارونه پېداکړي.

د کاري عمر درلودونکو کسانو چې په بېوزلي کې ژوند کوي له پنځمې نه زیاته برخه د معلولینو په کتار کې راځي او ۱۵ سلنه نوریې په خپلو کورونوکې د معلولینو او ناروغانو ساتنه او پالنه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

که د معلولینو او ناروغانو د پالونکو کسانو زیات شمېر پر دندو وګومارل شي ښايي اړتیاوی چې د هغوی د وړو ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره امکانات او بودیجه چمتوکړل شي، پداسې حال کې چې زیاتره معلول بالغان به نور ملاتړ او درملنې ته اړتیا ولري.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کار او بېوزلۍ انځور ښيي چې بېوزلي خلک راز راز دي، بېلابېلې تجربې لري.

سره ددې، د بېوزلۍ نامساوي ویش حیرانونکی دی:

د سپین پوستو کورنیو په پرتله دافریقايي امریکايي بېوزلو کورنیو شمېر دوه ځله ډېر دی( ۲۲سلنه)

اسپانیايي نژاده کورنۍ ۱۹ سلنه بېوزلي دي

د ښځو(۱۴سلنې) د بېوزلۍ شونتیا د نارینه و(۱۱ سلنې) په پرتله ډېره ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د شمال ختیځ، جنوب ختیځ، منځني ختیځ، او لویدیځ ډېروسیموکې د بېوزلۍ کچه له ۱۱ سلنې تر ۱۴ سلنې ده

په ډېرو ولایتونو کې، چې زیاتره یې په جنوب ختیځ او جنوب لویدیځ کې دي، د بېوزلۍ کچه له ۲۵ سلنې لوړه ده

په دې وروستیو کلونو کې، د استخدام یا پرکارونو باندې د خلکو ګومارلو او عایداتو لوړېدلو او د بېوزلۍ کمېدلو له امله خلک هیله من شوي، خو اقتصاد باید همدا وده وساتي چې وکولای شي نورو بېوزلو خلکوسره هم مرسته وکړي.

________________________________________

د دې مقالې په اړه

دا څېړنیزه مقاله د بي بي سي د غوښتنې له مخې د یوه کارپوه لخوا لیکل شوې چې د یو بهرني سازمان لپاره کار کوي.

پروفیسر جی شېمبا(Prof Jay Shambaugh) د هامیلټن پروژې مدیر او د بروکینګز بنست د اقتصادي څېړنو همکار دی.

بروکینګز بنسټ ځان د عامه تګلارو یوه غېر انتفاعي خېریه څېړنیزه موسسه بولي چې څېړنې یې د ټولنې د ستونزو د حل د لارو چارو موندلو لپاره نوي نظریات وړاندې کوي.

ورته مطالب