هند کې د ورځې له خوا د کانډم پر اعلان بندیز

۲۰۱۶ د انځور حقوق AFP
Image caption وروسته له دې به په هند د ورځې له خوا د کانډم اعلان نه خپرېږي.

په هند کې د حکومت پر هغه امر نیوکې شوي چې د ورځې له خوا دې د کانډم اعلانونه پر ټلویزیون نه خپرېږي.

ددغه هېواد د معلوماتو او خپرونو وزارت وايي، دغه اعلانونه باید یوازې د شپې د ۱۰ بجو د سهار تر شپږو بجو خپاره شي ځکه چې د "ماشومانو لپاره نامناسب"دي.

ځینو هندیانو د حکومت دا امر د پرمختګ خلاف بللی خو یو شمېر نورو بیا موافقه څرګنده کړې ځکه چې د دوی په اند د کانډم ډېر اعلانونه "مبتذل"دي او ځوانو کتونکو لپاره مناسب نه دي.

په هند کې اوس هم خلک د جنسي اړیکو او د حمل اخیستو مخنیوي په اړه په عام محضر کې په اسانۍ نه غږېږي.

د ماشومانو ارواپوه اچل بګت بي بي سي ته وویل چې دغه پرېکړه باید وڅېړل شي.

هغه وویل:"که داسې یو فکر شته وي چې جنسي اړیکه بېلاري ده، نو ولې یوازې د کانډم پر اعلان بندیز لګوي، په داسې حال کې چې سکس سره تړلو نورو محتویاتو ته لاسرسی وړیا دی."

ښاغلي بګت دې ته اشاره وکړه چې ماشومان په څومره اسانۍ پر انټرنټ هر ډول نامناسبو فلمونو ته لاسرسی لري.

د ده په وینا د داسې ګامونو پر ځای دې ماشومانو سره پر داسې مسلو خبرې وشي.

د کانډم جوړولو شرکتونو د حکومت پر دې ګام نیوکه کړې. د رېمند ګروپ چې د کاماسوترا کانډم جوړوي، یکونومېک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې "د کانډم ټول اعلانونه بېلاري نه لري " او دوی د کمپنۍ سټندرد په پام کې نیولی دی.

دا لومړی ځل نه دی او تر دې وړاندې هم په هند کې کانډم پر اعلانونو نیوکې شوې وې.

په ۲۰۰۸ کال کې د مدراس سترې محکمې د کانډم تولیدوونکو ته وویل چې پر خپلو تولیداتو دې "سکسي"عکسونه نه خپروي.

اړونده مطالب