''ښځې باید د نارینه وو مخکې لوڅې پښې وګرځي''

یوه ښځه د انځور حقوق AARJU AALAM/BBC

هند کې ښځو ته د نارینه وو مساوي حقونو ورکولو لپاره شعور په زیاتېدو دی، خو د دغه هېواد په یو شمېر کلیوالو سیمو کې لرغوني دود دستور اوس هم د دغه بهیر خنډونه بلل کېږی.

د مرکزي مدهیه پردېش ایالت چمبل ډېوژن یا ولسوالۍ امیټ نومي کلي اوسېدونکې ښځې اوس هم نه شي کولای د نارینه وو مخکې له څپلیو یا بوټانو سره وګرځي.

دغه ښځې د نارینه مخې ته د تېرېدو پر مهال څپلې لرې کوي او لوڅې پښې ګرځي.

د امیټ کلي ټولټال نفوس ۱۲ کسان دي، چې پنځه سوه یې ښځې دي. د کلي ښځې هره ورځ ګهیځ وختي د اوبو راوړلو لپاره نژدې یو نیم کیلو متر پلي سفر کوي او هلته له یوې چینې اوبه راچلوي.

دغه ښځې هره ورځ د کور ټولو کسانو لپاره د اوبو پر راچلولو اووه یا اته ساعته وخت تېروي.

یوه کلیواله، ششي بايي وايي، کور او کلي کې هغسې عزت نه مومي، چې حق یې دی.

د انځور حقوق AARJU AALAM/BBC
Image caption د کلي ښځې هره ورځ اووه اته ساعته وخت د اوبو پر راوړلو تېروي.

ششي بايي وايي، د اوبو له منګیو سره یا د وښو پنډ پر سر چې کلي ته رسېږي او پر چوتره د ناستو کلیوالو سپین ږیرو مخې ته تېرېږي باید د دود له مخې لوڅې پښې تېرې شي.

ششي وايي:

''دا کلونه زوړ دود دی، اوس یې څنګه بدل کړو؟ که موږ یې بدل هم کړو، خواښې، خسر، لېور یا مېړه مو وايي، چې څنګه بې عقله ناوې مو راوړې، چې د مشرانو په درناوي نه پوهېږي، له څپلیو سره په هوا کې ګرځي ''

ولې کلیوالې هندۍ د مېړه نوم نه اخلي؟

ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

د کلي پر دغه صفه یا چوتره یو شمېر ناستو نارینه وو، چې پر یوه دودیزه لوبه بوخت و، دا له خپلو مشرانو یو میراث پاتې دود بللی. دوی په ټینګار وايي، چې ''ښځې باید د نارینه وو درناوی وکړي او له مخې یې څپلۍ پر پښو و نه ګرځي. ''

د انځور حقوق AARJU AALAM/BBC

هر موسم کې دود پالنه

۶۵ کلن ګووند سینګ ببر سپین بریتونه لری. دی وايي:

''موږ ورسره هېڅ زور نه کوو، نه پرې فشار راوړو، خو ټولې ښځې په خوښۍ دود پالي. نن سبا هم چې زموږ ښځې له لرې موږ وویني، څپلۍ له پښو وباسي. که په لارو کې راسره مخامخ شي، څپلې وباسي او یوه لور ته لرې ودرېږي. ''

که د پشه کال ورځو کې چې لارې خټینې وي یا د ژمي سړې ورځې وي او د دوبي سره غرمه وي، د امېټ کلیوالي مجبورې دي د نارینه وو مخکې لوڅې پښې وګرځي. د آدرش فاونډېشن نومې غیر دولتي خیریه موسسې کارکوونکي جهریا دیوې وايي په شاوخوا کلیو کې هم دغه رواج شته. هغه وايي ټول عمر خپلې کوڅې ته څپلۍ پر پښو نه ده ورغلې.

هغه وايي:

''لومړی دا یوازې د 'ټیټ ذات ' ښځو دود بلل کېده، خو کله چې هغو ښځو د دغه دود پر ضد غږ پورته کړ، بیا د 'اعلی ' ذات پر ښځو هم ومنل شو. ''

د انځور حقوق AARJU AALAM/BBC

د امېټ کلي یو شمېر ځوان نارینه چې ښارونو کې یې وخت تېر کړی، د دغه دود خلاف دي. یو کلیوال ځوان رمېش وايي:

''که یوه ښځه د مندر (د هندوانو معبد) مخې ته څپلۍ پر پښو تېره شي، ټول کلی ورپسې خبرې کوي، چې د پلاني لور یا نږور مندر ته سپکاوی کړی، خو نارینه څپلۍ پر پښو د مندر پر چوتره قیمار وهي، نو دا د مندر سپکاوی نه دی؟ ''

له کمیس پرتوګ سره د ښځینه پهلوانې لوبې نندارچیان حیران کړل

د ۱۰۶ کلنې هندۍ انا مشهور خواړه

رمېش د کلي مشرانو مخکې دا خبره نه کوي، خو وايي هیله من دی رسنیو کې به د دغو خبرو له خپرېدو وروسته دود کې بدلون راشي.

د شیو پور ځايي محکمې مشر پنا لال سولنګي بیا وايي، دوی له داسې کوم دوده خبر نه دي او په وینا یې که رښتیا داسې وي، دوی به یې د مخنیوي هڅه وکړي.

د انځور حقوق AARJU AALAM/BBC

د کلي شمالي برخه کې ځينې کوچیان مېشت دي، هغوی هم دغه دود پالي. کله چې مې له ښځو سره خبرې کولې، یوه ځوان کوچي له لرې را غږ کړل:

''دا زموږ د مشرانو د عزت موضوع ده، موږ به خپلو ښځو ته هېڅکه اجازه ور نه کړو، چې د کور، کلي پر غولي له څپلیو سره وګرځي ''

داسې خلک مې هم ولیدل چې د ښځو څپلیو پښو کولو ناسموالي ته حیران وو.

*دغه رپوټ د بي بي سي هندي لپاره ارزو عالم له چمبل سیمې نه چمتو کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب