د کانګرېس له ۱۰۰ ډېر غړي د ټرمپ د جنسي تورونو پلټل غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سناتوره الیزابېت وارن.

د امریکا په کانګرېس کې د ډیموکراټانو یوه مشره سناتوره الیزابت وارن له څو نورو ښځینه استازو سره غواړي چې د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځورونې د تورونو د پلټلو لپاره جرګه ګۍ جوړه شي.

دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې ښاغلي ټرمپ په ټوېټر کې د نیویارک ایالت پر سناتوره جیلي برنډ تور ولګاوه چې ورته ویلي و د مالي مرستې په بدل کې "هر کار ته" چمتو ده.

د دې تور په مقابل کې د سې شنبې په ورځ الیزابت وارن په داسې مهال چې څو نورو ښځینه وکیلانو یې هم ملګرتیا کوله ښاغلی ټرمپ د مېرمن جيل برنډ په بې حیا ښودلو او وېرولو تورن کړ.

په ورته مهال د امریکا رسنۍ وايي، د ولسي او مشرانو جرګې له سلو ډېرو استازو له کانګرېس غوښتي چې د یوې پلټونکې جرګه ګۍ په جوړولو سره د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځورونې تورونه وپلټي.

کرېسټین جیلي برنډ په مشرانو جرګه کې د ډونلډ ټرمپ د ټاټوبي نیویارک د خلکو استازې ده.

* ډونلد ټرمپ او استخباراتي ناندرۍ

* "ټرمپ داسې راته کتل ته وا ټوله غوښه یم"

په تېر یو نیم کال کې څو ښځو په ډاګه ډونلډ ټرمپ د ښځو سره په ناسم چلند او جنسي ځورولو تورن کړی دی.

له دې مېرمنو دریو هغو د تېرې دوشنبې په ورځ اېن بي سي تلوېزون ته یو ځل بیا د خپلو دعوو په هکله خبرې وکړې.

له دې سره ښاغلي ټرمپ په تېر یو کال کې په ځلونو دا تورونه رد کړي او "درواغ" یې بللي دي.

د ټرمپ ټویټ:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېر یو نیم کال کې تر ۱۷ مېرمنو پر ډونلډ ټرمپ د جنسې ځورونې تور لګولی دی.

د چهارشنبې په شپه هم ښاغلي ټرمپ په یوه ټوېټر کې مېرمن جیلي برنډ په مشرانو جرګه کې د ډیموکراټ مشر چاک شومر د "لاس اله" وبلله.

ښاغلي ټرمپ ولیکل: "ډنګره سناتوره کریسټین جیلي برنډ د چاک شومر نوکره او هغه څوک ده چې همدا څه مهال مخکې زما دفتر ته راغله او د خپل ټاکنځي د مالي مرستې لپاره یې"درويزه" وکړه(ویل یي د دي مرستي په بدل کې هر کار ته تیاره ده)، اوس دا له داسې ډلې سره یو ځای شوې چې له ټرمپ سره جنګېدل غواړي".

ډېری څارونکو د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې جنست ځپلې بولي.

* جنسي ځورونه څه ده؟

* جنسي ځورونه؛ "یوازې نران دې په دې څوکۍ کیني"

په تېره ښاغلي ټرمپ ډاګیزه کړې نه ده چې له دې خبرې یې مطلب څه دی چې مېرمن جیلي برنډ ویلي" هر کار ته تیاره ده".

ښاغلي ټرمپ مېرمن برنډ- چې د اوباما حکومت ته د هېلري کلېنټن له ورتللو وروسته په مشرانو جرګه کې د هغې ځای ناستې شوه- داسې څوک بللې، چې مېرمن کلېنټن ته یې "شاه کړې او بې وفاه" ده.

د ښاغلي ټرمپ اشاره ممکن د مېرمن جیلي برنډ د تېرې میاشتې دریځ ته وي، چې ویلي یې و د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن باید له مونیکا لوېنسکي سره د جنسي اړیکو د رسوايي له امله له دندې استعفا کړې وی.

مېرمن کلېنټن له دې څرګندونو وروسته جېلي برنډ "دوه مخې" وبلله.

د جیلي برنډ ځواب

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، جیلي برنډ ورته ویل د مالي مرستې په بدل کې هر کار ته چمتو ده.

مېرمن جیلي برنډ د ډونلډ ټرمپ د ټوېت په مقابل کې ویلي: تاسو زما او د هغو میلیونونو ښځو مخه نشئ نیولی چې په سپینه ماڼۍ کې یې ستاسو د شتون له امله د نیمګړتیا او شرم په مقابل کې ګام پورته کړی دی.

پر ډونلډ ټرمپ یو بل نیوکګر ډیموکراټ سناتور ریچارډ بلومنټال هم ویلي: امریکا باید د ډونلډ ټرمپ د دې جنست ځپلي تور په مقابل کې ودرېږي او محکوم یې کړي.

د امریکا د کانګرېس ۵۹ ښځینه وکیلانو د کانګرېس د حکومتي سمون له ځانګړې جرګه ګۍ وغوښتل چې د ډونلډ ټرمپ د جنسي ځور د تورونو په هکله پلټنې وکړي.

نږدې ۱۷ مېرمونو ډونلډ ټرمپ په جنسي ځورونه تورن کړی او په دې دلیل د امریکا د ولسمشر نیوکګر وايي، که سناتوران او وکیلان د دې تورنو له امله استعفا ته اړ کېږي، د دغه هېواد ولسمشر هم باید له دا ډول ګواښ خوندي نه وي.

خو د ښاغلي ټرمپ ملاتړي د پخواني ولسمشر بېل کلېنټن د جنسي رسوايي او له دې امله د نه استیضاح کېدلو مثال را وړي او وايي، امریکایان د ټرمپ پرضد له دا ډول تورونو خبر وو، خو بیا یې هم رایه ور کړه، ځکه باید د خلکو د رایې په مټ خپل کار ته دوام ور کړي.

ورته مطالب