اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

ښاغلي اردوغان بیت المقدس د خپل هېواد لپاره 'سره کرښه' بللې د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي اردوغان بیت المقدس د خپل هېواد لپاره 'سره کرښه' بللې

ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سرمشریزې په یوه خبرپاڼه کې له "اقتصادي او سیاسي بندیزونو" په ګټې اخیستو سره د فلسطینیانو د ساتنې په موخه له امریکا غوښتي قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه ونه پېژني.

د ۵۸ مسلمانو هېوادونو مشرانو په دې سرمشریزه کې له نړۍ وغوښتل چې "فلسطین په رسمیت وپېژني او ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وګڼي".

په خبرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه چې قدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړی و، باطله او بې اعتباره وګڼل شوه او له امریکا یې ددغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

'اسرائیل ترهګر دي'

ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) په فوق العاده سرمشریزه غونډه کې په تونده لهجه اسراییل 'ترهګر حکومت ' بللی دی.

دغه یوه ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې او له هغه وروسته راوبلل شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه ومانه.

۱۹ هېوادونو په لوړه کچه دغه غونډه کې ګډون کړی و.

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

"د امریکا متحدینو هم د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه"

اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

د افغانستان، ترکیې، ایران، لبنان، یمن، اذربایجان ولسمشرانو او دغه راز د اردن پاچا، د کویت او قطر امیرانو، د فلسطین خپلواکې ادارې مشر دغه فوق العادي غونډه کې ګډون کړی و.

سعودي عربستان په دغه غونډه کې د ټیټ کچ ګډون درلود او سلاکار وزیر یې غونډې ته ورغلی و.

د بي بي سي خبریال وايي، ولسمشر اردوګان په خپله وینا کې 'قدس ' د ترکیې سره کرښه وبلله او وایې ویل:

''هغه څه چې اسراییل له فلسطینانو سره کړي، لیوه یې له پسونو سره نه کوي. ''

رجب طیب اردوغان وویل، واشنګټن قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندلو سره "نړیوال قوانین" مات کړل.

د انځور حقوق EPA
Image caption د انقرې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا سرمشریزې ته د ۵۰ هېوادوو مشران وربلل شوي

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاوش اوغلو وویل: "ځینو عربي هېوادونو د قدس په اړه د ټرمپ فرمان ته ډېر کمزوری غبرګون وښود. ښکاري چې ځینې هېوادونه له امریکا متحدو ایالتونو ډېر وېرېږي."

افغان ولسمشر ترکیې ته لاړ

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

"د امریکا متحدینو هم د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه"

د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته تاوتریخوالی

ده وویل، مصر او متحده عربي اماراتو باید د بهرنیو چارو خپل وزیران راستولي وای او سعودي عربستان هم باید ګډون کړی وای. دا درې واړه هېوادونه له ترکیې سره سست اړیکي لري.

د ایران ولسمشر، چې د انقرې سرمشریزې ته ورغوښتل شوی و، ویلي هېواد یې د اسرائیلو ضد نوي پاڅون ملاتړی دی چې په وینا یې د "فلسطیني خلکو د حقونو خوندي ساتلو" لپاره به هلې ځلې کوي.

روحاني د چارشنبې په ورځ سرمشریزې ته وویل، مسلمان هېوادونه باید له "شک پرته" نړۍ ته خپل غږ پورته کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption روحاني وویل، ایران د فلسطینیانو د حقونو خوندي ساتلو ملاتړی دی

ایران په سیمه کې د اسرائیلو ضد ګڼو اورپکو ډلو ملاتړ کوي، په تېره بیا په هغو عربي هېوادونو کې یې پوځي نفوذ ډېر دی چې ګڼ شیعه وګړي لري، په تېره بیا د امریکا د ملګري سعودي عربستان د سني نفوذ د مخنیوي لپاره هر راز مداخلې ته چمتو دی.

ترکیه یو له هغو هېوادونو و، چې د ټرمپ دا پرېکړه یې وغندله او پروړاندې یې توند غبرګون وښود.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، اسرائیل یو "ترهګر دولت" دی او پر امریکا یې نیوکه وکړه چې په وینا یې "لاسونه یې په وینو سره دي".

اوس اردوغان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو مشران ورغوښتي، چې په دویمه ورځ د قدس په تړاو یو دریځ اعلان کړي.

تېره اونۍ د ټرمپ له خوا قدس ته اسرائیلو کې د امریکا د سفارت لېږدولو په غبرګون کې عربي او اسلامي هېوادونو کې پراخ لاریونونه وشول او له فلسطینیانو سره د همغږۍ په پار لسګونه زره کسانو مظاهرې وکړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption قدس د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې مهم ټکی دی، اسرائیل وايي، قدس یې پلازمېنه ده، خو فلسطینیان بیا ختیځ قدس د خپل راتلونکي حکومت پلازمېنه ګڼي چې وايي څو قدس او اقصی جومات د مسلمانانو عبادتځی پاتې شوی.

فلسطیني خاوره کې د ټرمپ د پرېکړې غندلو په پلوۍ مظاهرې وشوې، چې د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ اخ او ډب کې ځینې کسان ووژل شول او ټپیان شول.

اسرائیلو پر غزې تړانګې بمبار وکړ، چې په وینا یې دا بریدونه یې له دې تړانګې د توغندي له برید وروسته وکړل.

په اخ او ډب او هوايي بریدونو کې څلور فلسطینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ترکي چارواکو ویلي، د ۳۰ اسلامي هېوادونو مشرانو د استانبول سرمشریزه کې د ګډون کولو بلنه منلې ده، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن پاچا دویم عبدالله، د لبنان ولسمشر میشال عون او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې ورغلي وو.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د استانبول شرمشریزې ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم ورغلی.

خو د سعودي د استازي د ورتګ خبره لا نه ده کره شوې.

پر سعودي دا نیوکه هم ده، چې د قدس په تړاو یې د ټرمپ اعلان ته هسې غبرګون ونه ښود، لکه څنګه یې چې باید ښودلی وای.

ګڼو عربي هېوادونو، اروپايي ټولنې او نورو د ټرمپ دا پرېکړه وغندله.

د انځور حقوق EPA
Image caption پر سعودي دا نیوکه هم ده، چې د قدس په تړاو یې د ټرمپ اعلان ته هسې غبرګون ونه ښود، لکه څنګه یې چې باید ښودلی وای.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له واشنګټن وغوښتل چې د قدس په اړه د شوې پرېکړې لغوه کولو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

قدس د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې مهم ټکی دی، اسرائیل وايي، قدس یې پلازمېنه ده، خو فلسطینیان بیا ختیځ قدس د خپل راتلونکي حکومت پلازمېنه ګڼي چې وايي قدس او اقصی جومات د مسلمانانو عبادتځی پاتې شوی.

اردوغان هڅه کوي چې د اسلامي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه انقره کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو کې وویل، اسرائیل اوس "پر اور لا نور تېل اچوي".

د انځور حقوق .

ورته مطالب