امریکا کې له پټلۍ د اورګاډي ښویېدو مرګ ژوبله اړولې

پېښه د انځور حقوق WASHINGTON STATE PATROL

د امریکا په شمال لویدیز واشنګټن کې له پټلۍ د اورګاډي ښویېدو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیان اړولی.

چارواکو، اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دغه اورګاډی د واورو د ډېروالي له امله د سیاټل ښار په لویه لاره کې ښوېدلی چې په اوریګن ایالت کې د واشنګټن ښار پلازمېنه له پورتلنډ ښار سره نښلوي.

دا د "امترک" کمپنۍ لومړی مسافر وړونکی اورګاډی و چې په یوه لنډه لار کې د سیاټل او پورټلنډ تر منځ روان وو.

په هند کې د اورګاډي چپه کېدو لږ ترلږه ۱۲۰ تنه وژلي

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، دا پېښه د زیربناوو لپاره د پانګونې د چټکولو په موخه د بېړنۍ اړتیا نښه ده، چې تراوسه کانګریس ته نه ده وړاندې شوې.

هغه په دې حقیقت نیوکه وکړه چې په منځني ختیځ کې د ۷ میلیاردو امریکايي ډالرو په لګولو سره اوس هم په متحده ایالتونو کې سړکونه، پلونه، تونلونه او اورګاډي په خراب وضعیت کې دي.

د انځور حقوق Thinkstock

پېښه د سهار ۷:۳۰ بجې هغه مهال شوې چې د اورګاډي سرعت په یوه ساعت کې ۱۳۰ کیلومتره اټکل شوی و.

د سیمه ییزو پولیسو ویاند بروګ بوا د دې پېښې دوه عکسونه په خپل ټویټر پاڼه شریک کړي چې سیمه يیز پولیس د ګزمې سرتېرو ته د رسېدلو لاره پرانیزي.

د انځور حقوق WASHINGTON STATE PATROL
د انځور حقوق PIERCE COUNTY SHERIFF'S OFFICE

اړونده مطالب