"هند افغان ځواکونو ته کارېدلې الوتکې اخلي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

هندو ورځپاڼه لیکي چې هند په پام کې لري افغان ځواکونو ته کارول شوې الوتکې له نورو هېوادونو وپیري.

ورځپاڼه زیاتوي په تېره اکټوبر میاشت له هنده د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د لیدلو پرمهال له افغان هوايي ځواک سره د مرستې غوښتنه شوې وه او د همدې غوښتنې له مخې هند په پام کې لري چې روسۍ ډوله Mi35 چورلکې وپیري او افغان ځواکونو ته یې ورکړي.

هندو زیاتوي دپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي په پام کې ده د هند د دفاع وزارت یو پلاوي د ختیځې اروپا هېوادونو ته چې ښايي سربیا او یا اوکراین وي ولاړشي او د دغه ډول کارولو شویو الوتکو د پیر په اړه خبرې وکړي.

په ورته وخت کې په نږدې راتلونکې کې یو افغان پلاوی هم هند ته تلونکی دی چې دا موضوع تعقیب کړي. هند له دې وړاندې هم افغان ځواکونو ته کارېدلې جنګي چورلکې ورکړې وې.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي د جرمني چارواکو یو تن افغان د طالبانو ډلې د غړیتوب په تور نیولی، د جرمني فډرالي څارنوالی ویلي دغه یو ویشت کلن کس چې ځان جبار بولي د تیرې سه شنبې په ورځ نیول شوی دی.

پر ده تور دی چې په ۲۰۱۱ کال یا له هغه مخکې یې د طالبانو ډلې غړیتوب درلود او د افغان ځواکونو پرضد لږ تر لږه دېرشو نښتو کې یې برخه لرله او له هغه وروسته یې د اسلامي دولت ډلې د پلوي وسله والو پرضد نښتو کې هم برخه اخستې ده.

د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې دغه کس محققینو ته ویلي د ایران، ترکیې او بیا یونان له لارې په ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته راغلی، په ۲۰۱۷ کال کې فرانسې ته هم تللی و خو فرانسوي چارواکو هغه نیولی و او بیا یې جرمني ته استولی و.

ډیلي ټایمز

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکي د امریکا دفاع جیمز متیس له اسلام اباده د تېرې میاشتې په لیدنه کې پاکستاني مشرانو ته ویلي امریکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد پراخ او ځواکمن عملیات پيلوي او پاکستان دې په ورته وخت کې په پاکستان کې د مېشتو طالب مشرانو او حقاني شبکې د مشرانو پرضد اقدامات وکړي، چې دوی کمزوري او خبرو ته غاړه کيږدي.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي د درې ګوني طلاق د مخنیوي لپاره د نوي قانون مسوده د پارلمان پرغړو ویشل شوې او له دې داسې ښکاري چې د نریندرا مودی حکومت غواړي په دې برخه کې نوی قانون رامنځته کړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د ازدواج د حقونو د ملاتړ قانون چې سږ کال جوړ شوی، درې ګونی طلاق جرم ګڼي او د سرغړوونکو د حبس غوښتنه کوي چې له درې کلونو زیات نه وي.

ورځپاڼه د سترې محکمې هغه حکم ته هم اشاره کوي چې ورځپاڼې تاریخی بللی او د تیرې اګست میاشتې په ۲۲ نېټه ترسره او درې ګونی طلاق یې منع کړ.