ډانیل بارینبویم: نړۍ باید فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني

مسجد الاقصی د انځور حقوق AFP/getty

ګارډین ورځپاڼې "د قدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته باید نړۍ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني" تر سرلیک لاندې د مشهور پیانو غږوونکي او د ملګرو ملتونو د سولې د سفیر ډانیل بارینبویم یو مطلب خپور کړی.

بارینبویم وايي، په منځني ختیځ کې د عدالت راتلو یوازېنۍ لار د فلسطین او اسرائیلو د دوو دولتونو په رامنځ ته کېدو ده چې دواړه مساوي حقونه او مسؤولیتونه ولري.

دی ټینګار کوي، قدس ته له اسرائیلو څخه د امریکا د سفارت د لېږدولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه او قدس د اسرائیلي پلازمېنې تر پېژندلو وروسته، اوس د سولې بهیر په لوی لاس له خنډ سره مخامخول دي.

نوموړی زیاتوي، د امریکا تر پرېکړې وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی په ډاګه کوي چې د شخړې په تړاو باید ټولې غاړې خپل دریځونه له سره وارزوي.

نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

دی وايي، نړیواله ټوله دا څلور لسیزې فلسطین کې د سولې راتلو هڅه کوي، حال دا چې هلته دوه دولتونه دي، چېرته دی دویم دولت؟

نوموړی وايي، د فلسطین - اسرائیل شخړه د تاریخ له هرې بلې شخړې سره توپیر لري. دا شخړه د دوو دولتون او دوو ولسونو ترمنځ نه ده، بلکې د دوو امتونو ترمنځ ده چې هر یو یې د ځمکې د یوې کوچنۍ ټوټې د ملکیت او واکمنۍ ادعا کوي.

بارینبیوم پخپله مقاله کې وايي، ټول هغه هېوادونه چې تر اوسه یې فلسطیني دولت په رسمیت نه دی پېژندلی، باید په رسمیت یې وپېژني.

د نوموړي ټینګار دا دی چې د فلسطیني دولت او اسرائیلو ترمنځ د پولې ټاکلو پرسر خبرې پیل شي او د تل ابیب دښمنانه کړنې ناګاره وګڼل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بارینبیوم پخپله مقاله کې وايي، ټول هغه هېوادونه چې تر اوسه یې فلسطیني دولت په رسمیت نه دی پېژندلی، باید په رسمیت یې وپېژني.

نوموړی خپله مقاله په دې پای ته رسوي، چې د سولې په تړاو د دواړو غاړو ترمنځ د منل شوې حل لارې لټول تر ټولو مهم دي.

ورته مطالب