کابل کې ځانمرګي برید لس کسان' وژلي

. د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption برید د ملي امنیت ودانۍ ته څېرمه شوی

افغان امنیتي چارواکي وايي، د کابل زړه دیپلوماتیکه 'شش درک' سیمه کې ځانمرګي برید لږترلږه لس کسان وژلي، چې دوه پکې د ملي امنیت کارکوونکي دي. برید د 'اسلامي دولت' داعش نومې دلې یوه تنکي ځوان کړی.

برید کې پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

رپوټونه وايي، په وژل شویو کې ځینې ښځې هم وې چې لېږدوونکی موټر یې د چاودنې ځای ته څېرمه تېرېده.

'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې ویلي دا برید دوی کړی.

تېره اونۍ دغې ډلې د ملي امنیت اړوند پر یوه روزنیز مرکز د برید پړه ومنله. دا جهادي ډله له ۲۰۱۵ کال راهیسې افغانستان کې فعاله ده.

د کورنیو چارو مرستیال ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي ته ویلي، ځانمرګی برید د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې د ملي امنیت اړوند ودانۍ د دروازې مخې ته شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی. ولسمشر ویلي، د سولې او ثبات دښمنان په دا ډول بریدونو هېڅکله خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته وویل، تر اوسه له پېښې لږ تر لږه ۳ مړي او یو ټپي کس د وزیر اکبر خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل پولیسو بي بي سي ته ویلي، سیمه یې تر کنټرول لاندې راوستلې ده.

کابل کې د ځانمرګي برید پړه 'داعش' منلې ده

د افغانستان استخباراتو د رییس پر کور د برید هڅه شنډه شوې

د سترګو لیدلی حال: زموږ د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانیې

د راپورونو له مخې، دغه ځانمرګی برید د ګڼې او ګوڼې په سیمه کې شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

په تېره مې میاشت کې هم د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د ټانکر په مټ ځانمرګي برید تر ۱۵۰ ډېر کسان وژلي وو.

دا په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلاف د بریدونو پایله کې د طالبانو د تحریک له ړنګېدا وروسته پلازمېنه کابل کې تر ټولو ډېر خونړی برید و، چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي وو.

ورته مطالب