" ۲۰۱۷ د کیم جون اون لپاره ښه کال"

د شمالي کوریا مشر د انځور حقوق AFP
Image caption نیویارک ټایمز ورځپانې ۲۰۱۷ کال د کیم جون اون لپاره ښه کال بللی

۲۰۱۷ کال د شمالي کوریا د مشر کیم جون اُون لپاره ښه کال و تر سرلیک لاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي همدا چې ۲۰۱۷ کال پیل شو کیم جون اون د نوي کال په تړاو په خپل پیغام کې وویل هېواد یې د بالستیک توغندیو د ازمایلو د تیاریو په وروستي پړاو کې دی.

اوس چې دا دی کال پای ته نیژدې شوی پیونګ یانګ نه یوازې دې هدف ته ورسید بلکې داسې توغندي یې هم جوړ کړل چې کولای شي ۱۲ زره کیلومتره واټن کې یعني واشنګټن کې هدف وهي.

روان سياسي کړکېچ پاکستان کوم لوري ته بيايي؟

"د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"

افغانستان، پاکستان او ناټو د داعش پر ضد د مبارزې پرېکړه کړې

ورځپاڼه لیکي چې د شمالي کوریا هایدوجني بم ۱۷ ځله د هغه بم نه لوی دی چې امریکا د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال پر هیروشیما وکاروه.

واشنګټن پوسټ د یوه کارپوه له قوله لیکي چې د شمالي کوریا مشر تر ۹۵ سلنې پورې خپل اتومي پروګرام عملي کړی او په رژیم کې یې له هغه نه د ناخوښې نښې نښانې نشته ځکه نو کیم جون اون حق لري چې خوشحاله اووسي.

نیویارک ټایمز :

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

وروسته له هغه چې د اپریل په میاشت کې امریکا خپل تر ټولو لوی بم د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پرضد وکاروه وویل شول چې د داعش د غړو شمېر له ۳۰۰۰ نه ۷ سوو ته ټیټ شوی خو اوس دا دی میلادي کال پای ته نژدي شوی او لا هم دغه ډله د افغانستان په ختېځ کې فعاله ده او بې رحمانه بریدونه کوي.

د انځور حقوق AFP

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې داعش ډلې نوي کسان جذب کړي او له دوی سره په جګړه کې ستونزه دا ده چې کله یو ځای او کله بل ځای ته ځي.

د مطلب لیکوال چې د خوږګیانو ولسوالۍ ته تللی و لیکي چې د دې ډلې ماتول به یوه ستونزمنه چاره وي.

پاکستان ټوډې:

د پاکستان ټوډې ورځپاڼه د مشرانو جرګې د مشر میا رضا رباني له قوله په یوه مطلب کې لیکي:

د پاکستان دښمنانو نه غوښتل چې یو دیموکراتیک پاکستان مخ په وړاندې ګامونه واخلي ځکه ذلفقار علي بوټو د یوې نړیوالې توطیې په پایله کې ووژل شو او د هغه له کورنۍ سره هېڅکله عدالت ونه شو.

ورځپاڼه د نوموړي له خولې لیکي چې د ذلفقار علي بوټو لور بینظر بوټو هم په رڼا ورځ ووژل شوه چې له دې سره دښمنانو د پاکستان پر حاکمیت برید وکړ کنه نو اوس به د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ تګلارې بل ډول وې.

پاکستان ټوډې لیکي چې ښاغلي رباني دغه څرګندونې د بینظر بوټو د لسم تلین په درشل کې وکړې او د بینظر بوټو د وژل کېدو ورځ یې د پاکستان لپاره توره ورځ وبلله.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

ورته مطالب