"د ولور خبره مه کوئ، نښه ویشتونکې انا به خبره شي"

پارکاشي تومار د انځور حقوق Getty Images
Image caption نښان ویشتونکې انا وایي، کله چې په کوم بل کلي کې د ولور اخیستلو خبره کېږي، خلک وايي غلي شئ چې نښان ویشتونکې به خبره شي.

۸۰ کلنه هندۍ مېرمن پارکاشي تومار د ډېر عمر لرونکو کسانو ترمنځ مشهوره نښه ویشتونکې ده.

هغې په شپېته کلنۍ کې لومړی ځل وسله اخیستې. نوموړې په خپل کلي کې په نښان ویشتونکې انا مشهوره ده.

اغلې تومار د څو مډالونو په درلودو ملي اتله ده.

دا وايي، لومړی ځل یې چې نښه ویشتل پیل کړل، خلکو ورباندې ملنډې وهلې. خو دا وايي په داسې عمر کې یې نښه ویشتل پيل کړل، چې نور خلک تقاعد کوي او ارام ته ضرورت لري.

نوموړې د هندوستان په خلکو کې ډېر مینه وال لري.

هند کې ولې ښځې بزګرۍ ته مخه کوي؟

۱۰۰ ښځې: د هند مهاراشترا کې بې نومه نجونې

دا وايي، کله یې چې د نښې ویشتلو لپاره وسله په لاس کې واخیسته، خلکو به ورته ویل چې نه شي کولی، خو "کله مې چې نښه وویشته، ولګېده. وروسته خلکو باور راباندې وکړ او راته ویل به یې چې انا ته یې کولی شې".

مېرمن تومار اوس له خپل شهرته ګټه اخلي او د همدې شهرت په مرسته د جنسیت د برابرۍ لپاره مبارزه کوي. هغه وايي د ښځو د حقوقو د برابرۍ لپاره یې ډېر کار کړی.

Image caption نښان ویشتونکې انا دغو نجونو ته نښه ویشتل ورزدکوي چې د ډېرو نجونو لپاره یو الهام ګرځېدلې ده.

نښان ویشتونکې انا وایي، کله چې په کوم بل کلي کې د ولور اخیستلو خبره کېږي، خلک وايي غلي شئ چې نښان ویشتونکې به خبره شي.

نوموړې زیاتوي: "زه هر چېرته نجونې وینم چې یوازې د کور په کارونو بوختې وي، زدکړې یې نه دي کړې زه غواړم چې نجونې هم د هلکانو غوندې ښوونځیو ته لاړې شي."

د نښان ویشتونکې انا کیسې پر نورو نجونو هم اغېز کړی، اوس هغوی هم نښان ولي.

نښان ویشتونکې انا دغو نجونو ته نښه ویشتل ورزدکوي چې د ډېرو نجونو لپاره یو الهام ګرځېدلې ده.

اړونده مطالب