تر امبولانس چټک اپ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تر امبولانس چټک اپ

يو داسې نوی اپ جوړ شوی، چې که د یو چا ډاکتر او یا کوم بل روغتیايي کارکوونکی پکار وي، نو پرې و یې غواړي. د دې اپ له لارې، تر امبولانس هم ډېر ژر روغتيا پالان یو ځای ته ځانونه رسولی شي.

دا د هغو کسانو لپاره ډېر مهم دی، چې د زړه حمله پرې راځي، په تېره بيا کله چې يو څوک پکې د ژغورنې لپاره يو څو دقيقې لري. دا سيستم له وړاندې لا په نیوزیلنډ، امريکا، بريتانيا او د اسټراليا ځينو برخو کې کارېږي.