د ۲۰۱۷ کال نړۍ په انځورونو کې

له ټولې نړۍ د ۲۰۱۷ کال د په زړه پورې خبري انځورونو ټولګه

د انځور حقوق ABIR SULTAN/ EPA
Image caption په اردن سیند کې د یوه ارتودوکس عیسايي ماشوم د لمبونې (تعمید) مراسم. دا هغه ځای دی چې د عیسویانو په باور حضرت عیسی پکې لمبول شوی دی. د دې سیمې حساسیت ته په کتو د اسراییل حکومت له اوو ارتودوکس ډلو سره له دغه ځایه د لیدنې په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د انځور حقوق Stephanie Keith/REUTERS
Image caption کنډي فریمن د (تورپوستو ژوند مهم دی) لاریون کې چې د ټرمپ برج مخې ته وشو، برخه واخیسته. دغه لاریون د امریکايي پولیسو له لوري د تورپوستو د وژنې په غبرګون کې شویو.
د انځور حقوق LUKAS COCH/ EPA
Image caption دغه کوکۍ د استرالیا د ټینس (اوپن سیالیو) په نیمه پایلوبه کې د رافایل نادال پر پوزه کېناسته.
د انځور حقوق Alex Wong/Getty Images
Image caption د جنورۍ په ۲۰مه ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه پخپلو خبرو کې وویل، د "هېرو شویو" امریکایانو لپاره به مبارزه وکړي او هېواد ته به یې سوکالي او پرمختګ را وګرځوي.
د انځور حقوق Lucy Nicholson/ Reuters
Image caption د ډونلډ ټرمپ د ولسمشر کېدو په غبرګون کې تر ۶۰۰ ډېر لاریونونه وشول. دا انځور په واشنګټن کې د لاریونوال د یوه برخه وال پلار دی چې خپله ۶ کلنه لور یې پر اوږو کېنولې ده.
د انځور حقوق Regis Duvignau/ Reuters
Image caption د فرانسې په مون دو مارسا پوځي هوايي اډه کې د تمریناتو پر مهال یو باز ډرون کمره پخپله پنجو کې تښتوي.
د انځور حقوق LAURENT GILLIERON/ EPA
Image caption د سویس په (کورسیه - سور ویوي) ښار کې تر ۶۰۰ ډېرو کسانو د چارلي چاپلین د زوکړې د نمانځني په پار ځانونه د هغه په بڼه جوړ کړي وو. ښاغلي چاپلین د ژوند وروستي ۲۴ کلونه په دغه ښار کې تېر کړل او همدلته ومړ.
د انځور حقوق Antonio Parrinello/REUTERS
Image caption د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې په ایټالیا کې پروت د اروپا تر ټولو دنګ او فعال اورشیندی په مستۍ شو چې د ویلي شویو غرنیو موادو ویالې ترې وبهېدې.
د انځور حقوق Clodagh Kilcoyne/ Reuters
Image caption ۱۳ کلن ځوان په ایرلنډۍ نڅا سیالیو کې د ګډون لپاره تمرین کوي
د انځور حقوق AFP
Image caption د اګسټ په ۲۱مه د شمالي امریکا کابو ۷ میلیونه وګړي د بشپړ کسوف د لیدو شاهدان وو.
د انځور حقوق Hannah McKay/ Reuters
Image caption عکاسان له نف نومي سیند څخه د یوه روهنګیا مسلمان کډوال د را ویستلو هڅه کوي. دغه خلک د هېڅ هېواد تابعیت نه لري. سږ کال کابو ۶۰۰ زره روهنګیایان د میانمار پوځ د زور زیاتي له امله بنګله دېش ته کډوال شوي دي.
د انځور حقوق Baz Ratner/ Reuters
Image caption په کینیا کې د ولسمشرۍ د لومړيو ټاکنو تر لغوه کېدو وروسته، د دویم ځل ټاکنو پر مهال په نایروبي کې لاریونونه وشول. په عکس کې د پارلمان وکیل ګورئ چې د پولیسو له خوا اوښکه بهوونکي ګاز د کارولو پر مهال یې د خپل موټر له کړکۍ سر بهر کړی دی.
د انځور حقوق KCNA/ Reuters
Image caption د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د هواسونګ ۱۲ بالستیک توغندي د توغونې چارې څاري.
د انځور حقوق PATRICIA DE MELO MOREIRA/AFP
Image caption د پرتګال په پانلا نومي ځای کې اور وژونکي د خپل ماموریت په نیمايي کې دمه کوي. د هوا د ګرمېدو له امله د پرتګال په شمال او مرکز کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
د انځور حقوق Susana Vera/ Reuters
Image caption د اسپانیا پولیس په بارسلونا کې د رایې اچونې د مرکزونو مخې ته راټول شوي لاریونوال بل ځای ته لېږدوي. اسپانیا د ازادۍ لپاره د ټولپوښتنې تر سره کول منع کړي دي.
د انځور حقوق Thomas Peter/ Reuters
Image caption د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د کمونیست ګوند ۱۹مه کنګره جوړه شوه. په دغه کنګره کې د چین راتلونکې تګلاره او مشران وټاکل شول. شي جينپینګ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د کمونیست ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.
د انځور حقوق Paula Bronstein/ Getty Images
Image caption د تایلنډ د شاه پر مړینه یوه میاشت د ویر مراسم تر سره شول.
د انځور حقوق Ahmed Jadallah/ Reuters
Image caption دغه افریقايي کډوال د لېبیا سمندري ځواکونو ژغورلی دی. زرګونه افریقايان غواړي د لېبیا سمندرغاړو ته ځانونه ورسوي او له هغه ځایه د مدیترانې له سینده تېر او ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
د انځور حقوق LIANNE MILTON/ PANOS
Image caption په ګواتیمالا کې د مړو د جشن په ورځ یوه ښځه په قبرونو کې روانه ده. باور دا دی چې په دغه ورځ له بل شوي اوره پورته کېدونکې سپرغۍ خبیثې اروا ګانې له منځه وړي.
د انځور حقوق Rebecca Cook/ Reuters
Image caption رز مک ګووان د امریکا په مېشیکان ایالت کې لاس موټی کړی دی. نوموړې وروسته له هغې چې هالیووډی فلم تولیدوونکی هاروي واینسټین یې په جنسي ځورونه تورن کړ، لومړی ځل په ورته غونډه کې ګډون وکړ.
د انځور حقوق Mike Hutchings/REUTERS
Image caption د زمبابوې خلک د رابرټ موګابې پر استعفا خوشالي کوي. نوموړی ۳۷ کاله د زمبابوې ولسمشر و.
د انځور حقوق HERIKA MARTINEZ/AFP
Image caption دغه سړي خپل زوی د متحده ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې ته څېرمه بېولې دی. د بشر حقونو په نړیواله ورځ هغو کورنیو چې پر پوله د جوړ شوي دېوال له امله له یو بله جلا شوي، د کم وخت لپاره له یو بل سره ولیدل.