د تهران پوليس: هغه مېرمنې له سزا سره نه مخ کېږي چې پړونی نه په سروي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودۍ مېرمنې په لومړي ځل د لوبو کتلو لپاره لوبغالو ته تللی شي.

د ایران د پلازمېنې تهران د پولیسو مشر وايي، له دې وروسته هغه مېرمنې له سزا یا بند سره نه مخ کېږي چې له اسلامي اصولو سره سم پړونی نه په سروي.

د جنرال حسین رحیمي له قوله شرق ورځپاڼه لیکي: له دې وروسته هغه مېرمنې چې دا اصول نه په ځای کوي، نه بندیانېږي او نه به د دوی په ضد محکمه کې دوسیه جوړېږي.

نوموړی دا هم وايي، چې دا ډول ښځې به د دینپوهنې کورسونو ته ور پېژندل کېږي.

ځینې ایراني چارواکي وايي، که په دا ډول کورسونو کې له ګډون وروسته مېرمنې اسلامي حجاب ته پام ونه کړي، ممکن له سزا سره مخ شي.

* "ټرمپ او سلمان؛ د یوې سکې دوه مخه"!

* په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

که څه هم جنرال رحیمي دا نه وايي، چې د مېرمنو په هکله نوی قانون به کله پلی کېږي، خو وايي د دوی د لارښوونې لپاره اته زره کسان روزل شوي دي.

دا کسان به په تهران کې د سلو مرکزونو له لارې مېرمنو ته د حجاب په هکله لارښوونې کوي.

په ایران کې پر ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته پر مېرمنو د حجاب په ګډون په مختلفو برخو کې سختۍ شته.

نوې پرمختیا د رسنیو پام په دې ور اړولی چې د ایران سیال سعودي عربستان کې هم له مېرمنو ګام په ګام بندیزونه لرې کېږي.

په ورته مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خراب او له یو بل سره ډیپلوماټک اړیکي هم نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاچا سلمان په واکمنۍ کې مېرمنو ته د موټروانۍ اجازه ور کړل شوه.

نیویارک ټایمز لیکي، دواړه هېوادونو په ډېرو مسلو کې د یو بل خلاف دي:

د ساري په ډول یمن، سوریه او لبنان کې د یو بل مخالف لوري کې ولاړ دي. د تېلو د تولید پر سر سره ټکر لري او ان د حج مذهبي چارو کې هم سره جوړ نه دي، خو مېرمنو ته د حقونو او ازادۍ ور کولو په برخه کې اوس ډېر سره ورته بلل کېږي.

سعودي عربستان دا اونۍ مېرمنو ته اجازه ور کړه چې له بشپړ حجاب پرته نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

* د سعودي د ښکلا ملکه

* سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي

سعودي مېرمنو ته د موټروانۍ، لوبغالي ته د تللو او نورې اجازې ور کړې.

ایران توکمه امریکايۍ خبریاله او شاعره رویا حکاکیان وايي، د ایران او سعودي عربستان د نومهالي اسلامي بدیل له سیالۍ مېرمنو ته ګټه رسېږي.

نوموړې نیویارک ټایمز ته په لیکنه کې وايي، چې د تهران او ریاض ترمنځ سیالي خورا سخته شوې او د دې ګټه مېرمنو ته رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تهران کې نجونې سیلفي اخلي.

شنونکي باوري دي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ خراب اړیکي به د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز کوي، خو ښځپال له دې حالت د مېرمنو د ازادۍ لپاره ښه کار اخیستلی شي.

دوی وايي، کله چې سعودي عربستان مېرمنو ته د موټروانۍ اجازه ور کړه، نو په ایران کې یې کوم اغېز نه و، ځکه ایرانۍ لا د مخه دا اجازه لري، خو کله چې ریاض مېرمنو ته د لوبغالي د تګ لار پرانیسته، نو تهران کې مېرمنې د حکومت پرضد وپارېدې.

همدا وجه ده چې که سعودي کې له مېرمنو بندیزونه لرې کېږي، ایرانۍ مېرمنې هم دوی ته خوشالېږي او هم یې دا هیله پیدا کېږي چې له دوی هم ورته بندیزونه لرې کېږي.