د اسراییل د کرنې وزیر له وچکالۍ د خلاصون لپاره د باران لمونځ وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییل د کرنې وزیر اوري اریل د ارتودکس له یوې ډلې یهودیانو سره د باران دعا وکړه.

د اسراییل د کرنې وزیر اوري اریل له یوه ډله ارتودکس یهودیانو سره له وچکالۍ د خلاصون لپاره د باران دعا وکړه.

ښاغلی اریل چې ارتودکس یهودی دی، په ختیځ بیت المقدس کې یې د ندبه دیوال ته مخامخ د باران دعا وکړه.

له څلورو کلونو راهسې اسراییل له وچکالۍ سره مخامخ دی.

خو پر ښاغلي اریل نیوکه کوونکي بیا وايي؛ د کرنې وزیر باید د دعا پر ځای عملي لارې ولټوي تر څو د اوبو د کموالي ستونزه اواره شي.

* اسراییل د ایران د مخنیوي لپاره له عرب هيوادونو سره ټلواله جوړول غواړي

* نیوزیلنډۍ سندرغاړې ولې اسراییل کې کنسرټ لغوه کوي؟

د یدیعودت اخرونوت ورځپاڼې بیا لیکلي:" دعا کوم بد کار نه دی خو د کرنې وزیر په لا مناسبو لارو لکه د اقلیمي بدلون د کمولو لپاره د اړینو لارو چارو په پلي کولو سره اغېز ښودلی شي.

ښاغلي اریل د نیوکه کوونکو دا خبرې رد کړې دي.

ښاغلي اریل وویل: " موږ د اوبو لګښت ډیر کم کړی دی، ډېرې داسې څېړنې کوو، چې په کښت کې اوبه څنګه وسپموو، مګر د باران دعا مرسته کولی شي.

اسراییل د مدیترانې سمندرګي مالګینې اوبه په بټیو کې په خوږو اوبو بدلوي.