د ایران یو شمېر ښارونو کې حکومت ضد مظاهرې شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د رشت په ګډون د ایران ځینې لویو ښارونو کې مظاهرې شوې

د ایران پلازمېنې تهران په ګډون اصفهان، کرمانشاه، رشت، قم، ساري، همدان او قزوین ښارونو کې حکومت ضد مظاهرې شوې. دغه مظاهرې، چې د ایران یوه ښار کې د پنجشنبې پر ورځ پیل شوې وې، اوس د دغه هېواد یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم شوې دي.

ویل کېږي په شمالي ښار رشت او لوېدیځ کرمانشاه کې دغه مظاهرې پراخې وې او اصفهان، همدان او ځینو نورو ښارونو کې یې د ګډونوالو شمېر لږ و.

لومړي سر کې مظاهرې د بیو لوړوالي خلاف پیل شوې، خو وروسته یې د مذهبي مشرتابه او حکومتي پالیسیو خلاف بڼه خپله کړه.

پلازمېنه تهران او کرمانشاه کې یو شمېر احتجاجیان نیول شوي هم دي.

د تهران پوليس: هغه مېرمنې له سزا سره نه مخ کېږي چې پړونی نه په سروي

سوریه کې د ایران د پوځي حضور پرضد د اسراییلو خبرداری

د ایران 'لیبر ' خبري اژانس سره خبرو کې د امنیتي مسایلو مشرتابه مرستیال ویلي، نیول شوي کسان د هغو نژدې ۵۰ کسانو له ډلې دي، چې د تهران یوه برخه کې یې مظاهره کوله.

له دې مخکې د تهران والي ویلي و، پولیس د ښار مهمو لارو او ځایونو کې ولاړ دي او د مظاهره کوونکو سره به تعامل کوي.

خبریالان وايي دا په ایران کې د ۲۰۰۹ کال له ټاکنیزو ناندریو وروسته تر ټولو پراخ او توند ولسي غبرګون بلل کېږي.

په یو شمېر ښارونو کې د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای خلاف شعارونه ویل کېدل. یوه عیني شاهد بي بي سي فارسي ته ویلي، مظاهره کوونکو د پولیسو له لوري د اوښکې بهوونکي ګاز مقابل کې د درې دېرش نومي پل شاوخوا کې اورونه بل کړي. ځینو کسانو شعارونو کې ویل:

''سوریه پرېږدئ، زموږ پر حال غور وکړئ. ''

په مظاهرو کې داسې شعارونه هم اورېدل کېدل، چې سوریې کې یې د ایران لاسوهنه غندله او دغه راز یې د لبنان حزب الله او یو شمېر فلسطیني ډلو پر ملاتړ نیوکې کولې.

مظاهره کوونکو ویل، چارواکي باید د دغو مسایلو پر ځای د ایران اقتصادي حالت ته پام وکړي.

د پنجشنبې پر ورځ تر ټولو پراخې مظاهرې مشهد کې شوې، چې ۵۲ ګډونوال یې نیول شوي دي.

سره له دې چې حکومت پر غیر قانوني غونډو بندیز لګولی پر خواله رسنیو د هېواد لر او بر کې د احتجاجونو بلنې خپرېږي. د جمعې پر ورځ کرمانشا کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د اخ و ډب ویډيويي کلیپونه هم خپاره شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر روحاني ژمنه کړې وه، چې د ایران اتومي پروګرام پر سر له نړیوالو ځواکونو سره د ۲۰۱۵ کال هوکړه به یې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.

د مشهد انقلابي محکمې مشر حسین حیدري ویلي:

''موږ مظاهرې د خلکو حق بولو، خو که ځینې کسان غواړي د خلکو له احساساتو ناروا ګټه واخلي او مظاهرې یرغمل کړي، بې ځنډه به یې مخه ونیسو. ''

ولسمشر روحاني ژمنه کړې وه، چې د ایران اتومي پروګرام پر سر له نړیوالو ځواکونو سره د ۲۰۱۵ کال هوکړه به یې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي. هغه هوکړه کې د ایران اتومي پروګرام محدودیت بدل کې پر دغه هېواد د اقتصادي بندیزونو لرې کولو هوکړه شوې.

د ایران اقتصاد د زیان له حالته راوتلی او انفلاسیون کچه ټیټه شوې ده، خو اوس هم کاروباریان د پانګونې موندلو لپاره جدوجهد کوي او د وزګارۍ کچه ۱۲ اعشاریه څلور سلنه ده.

اړونده مطالب