د فوټبال لوبغاړی د لایبیریا ولسمشر وټاکل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption جورج ویا له دې مخکې سناتور و.

د فوټبال کلبونو- چېلسي، مانچسټر سیټي او اې سي میلان- پخوانی لوبغاړی جورج ویا د لایبیریا ولسمشر شو.

۵۱ کلن جورج ویا یواځنی افریقايي لوبغاړی دی چې د فیفا د نړۍ د کال غوره لوبغاړي نوم یې ګټلی دی.

هغه پر ۲۰۰۳ کال د فوټبال اتلس کلن مسلک پرېښود.

له هغه وروسته یې سیاست ته ودانګل او د لایبیریا پارلمان کې سناتور شو.

د لایبیریا د ملي ټاکنو کمېسون وايي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې جورج ویا د سیال جوسف بوکیا په مقابل کې یې له ۶۰ سلنه ډېرې رایې ګټلې دي.

ښاغلي بوکیا هم په ټلېفون جورج ویا ته مبارکي ویلې ده.

کله چې د جورج ویا د بري خبر خپور شو، نو مینوالو یې پلازمېنه مونورویا کې خوښۍ پیل کړې.

لایبیریا کې له څو لسیزو وروسته اول ځل د افریقا له لومړنۍ ولسمشرې جورج ویا ته واک لېږدول کېږي.

له ټاکنیزو پایلو وروسته نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: زما لایبیریايي ملګرو، زه د ټول قوم جذبه احساسوم.

هغه زیاتوي، ماته نن سپارل کېدونکی مسوولیت او اهمیت یې پېژنم.

د انځور حقوق AFP
Image caption جورح ویا له خلکو مننه کړې او وايي خپل مسوولیت پېژني.

جورج ویا یواځنی کس نه دی چې د لوبو له ډګر یې د سیاست لوبې ته دانګلي وي.

د پاکستان کرېکټر او لوبډلمشر عمران خان چې په مشرۍ یې دغه هېواد پر ۱۹۹۲ کال نړیوال جام وګاټه له ۲۰ کلونو راهیسې سیاست کې لوبېږي.

نوموړي پر ۱۹۹۶ کال د پاکستان تحریک انصاف په نوم ګوند جوړ کړ.

د شطرنج افسانوي لوبغاړي ګیري کیسپارو پر ۲۰۰۷ کال د روسیې ولسمشرۍ ټاکنو ې برخه واخیسته او د روسیې پر واوسني ولسمشر ویلادیمیر پوتین یو لوی نیوکګر( نیوکه کوونکی) دی.

فليپینی بوکسر میني پیکیو خپل ۱۲ کلن مزل کې پنځه جلا جلا نړیوال نومونه خپل کړل او اوس سناتور دی.

د درانه وزن اتل بوکسر ویتالي کلچو د اوکراین د پلازمېنې کیف ښاروال دی.

هغه د ولسمشر کېدلو هیله هم کړې ده.