امریکا له نړۍ د ایراني ولس د ملاتړ غوښتنه وکړه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر وايي، ایرانی ولس د خپل حکومت له ترهګرۍ ستړی شوی دی.

د امریکا حکومت چې تېرو کلونو کې یې په ایران کې د مظاهرو په هکله یواځې غبرګون ښودلی وايي، د ایران د خلکو ملاتړ کوي او د لاریونوالو نیول غندي.

له تېرې پنجشنبې راهیسې د ایران پلازمېنې تهران په ګډون اصفهان، کرمانشاه، رشت، قم، ساري، همدان او قزوین ښارونو کې د ناوړه اقتصادي حالت له امله د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د فساد د مخنیوي او لومړنیو حقونو لپاره د ایراني ولس د غوښتنو ښکاره ملاتړ وکړي.

هتر نویرت زیاتوي: "ایراني مشرانو په تاریخ او کلتور شتمن ایران په سرکښ او کمزوري هېواد بدل کړی دی، چې لوی صادرات یې تاوتریخوالی، وینه بهول او ګډوډي ده".

* د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

* عرب ټولنه ملګرو ملتونو ته له ایران شکایت کول غواړي

نوموړي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو یادونه هم وکړه، چې ویلي یې دي: "د ایراني مشرانو له هڅو اصلي ځورېدونکي خپله د ایران ولس دی".

ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي،ایرانی ولس د خپل حکومت له فساد او په "ترهګرۍ" د دوی د شتمنۍ له لګېدلو ستړی شوی دی.

نوموړي د ایران پر حکومت غږ کړی چې د بیان د ازادۍ په ګډون د خپلو خلکو لومړني حقونه ور کړي.

"هغه ایرانیان چې سوله ییزې مظاهرې کوي، د حکومت له فساد او د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره د خپل هېواد د شتمنۍ له بربادېدلو تر پوزې راغلي دي".

ر د انځور حقوق UGC
Image caption په رشت کې د شپې هم مظاهره روانه وه.

د سپینې ماڼۍ ویانده، هم وايي نړۍ په ایران کې روانو مظاهرو ته د حکومت غبرګون څاري.

ساره هکابي سنډرز دعوه کوي چې ایرانی ولس د حکومت له فساد تنګ شوی دی.

د ایران پلازمېنه تهران کې د تېرې پنجشنبې ورځې مظاهرې اوس د دغه هېواد نورو سترو ښارونو ته هم خورې شوې دي.

* پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

* ریکس ټېلرسن د 'ایران نفوذ مخنیوي' لپاره سعودي ته تللی

روانه اونۍ امریکا کې د کرېسمیس او نوي کال له امله رخصتي ده او ډېرې دولتي ادارې تړلې دي.

خو د امریکا له اوسني غبرګون مخکې د دغه هېواد د ولسي جرګې مشر پل رایان په یوه ټوېټ کې وویل، چې هېواد یې باید په ایران کې د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ وکړي.

دغه جمهوريپال نامتو مشر زیاتوي: ایت الله له میلیاردونو ډالرو سره چې له اټومي تړون وروسته یې په نصیب شول، لا هم د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره نه کړې، ځکه چې هغوی دا ټولې پیسې په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د یرغلیزو عملیاتو لپاره کاروي.

مظاهرې د ایران شمال کې په رشت ښار او لوېدیځ کې په کرمانشاه کې خورا لویې دي، خو په شېراز، اصفهان او همدان کې وړې دي.

د لاریونوالو غوښتنې

د انځور حقوق .
Image caption د جمعې ورځې مظاهرو کې ۵۲ کسان نیول شوي دي.
  • لاریونونه د فساد او اقتصادي وضعیت په تړاو پیل شول، خو اوس یې سیاسي بڼه خپله کړې ده.
  • که د ولسمشر روحاني پرضد نه وي، خو د ایت الله خامنه يي او اوسني نظام پرضد شعارونه ور کول کېږي.
  • د معلوماتو له مخې دا شعارونه هم لیکل شوي: خلک وږي دي او مولا خدای جوړ شوی دی.
  • په دې مظاهرو کې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ په تېره لبنان او غزه کې د لاسوهنې خلاف څرګندونې هم کېږي.
د انځور حقوق ugc
Image caption اوسنیو مظاهرو کې د ایران د نظام پرضد هم شعارونه ور کول کېږي.

حکومت سره له دې چې دا مظاهرې بې قانونه بولي، خو بیا هم خلک پر خوله رسنیو د مظاهرو غوښتنه کوي.

په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ نښته ښيي.

دا مظاهرې تېره پنجشنبه له هغه وروسته پیل شوې چې د حسن روحاني حکومت د زیاتېدونکو بیو په کابو کولو کې پاتې راغی او یواځې په یوه اونۍ کې د هګۍ بیه دوه چنده شوه.

خو ځینې لاریونوالو د بیو او ناوړه اقتصادي حالت له امله دا مظاهرې د حکومت پر خلاف لاریونونو بدلې کړې.

دوی د سیاسي بندیانو د خوشي کولو او د پولیسو د وزور زیاتي د ختمېدلو غوښتنه کوي.

دوی دا هم وايي چې حکومت د کورنیو ستونزو د اوراولو پر ځای پر بهرنۍ پالیسۍ بوخت دی.

ورته مطالب