برتانیا کې په اور لوبو سره د نوي کال لمانځل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په نوره نړۍ کې هم نوی کال په اور لوبو سره ولمانځل شو.

برتانیا کې نوي کال ته په اور لوبو سره هر کلی وویل شو، خو د لندن او ایدنبرا اور لوبې تر نورو ډېرې وې.

له یو لکو ډېرو ټیکټ لرونکو د تېمز سیند پر غاړو د لندن د نیمې شپې اورلوبې ولیدې.

۲۰۱۸ کال ته د هرکلي لپاره بېګ بېن ګړۍ هم وکړنګول شوه.

سره له دې چې وېره وه د دیلن توپان به دا مراسم خراب کړي، خو په لسګونو زرو کسانو په ایدنبرا کې هم نوی کال ولمانځه.

د انځور حقوق Reuters

تر لسو زرو اور لوبې په لندن کې د ۱۲ دقیقو په مهال ښکاره شوې.

د لندن ښاروال صادق خان په یوه ټوېټ کې وايي: موږ رنګارنګۍ لمانځو او د برابرۍ لپاره هڅې کوو.

د لندن امبولانس څانګې مرکزي لندن کې د ۳۰۰ کسانو درملنه کړې او ۷۷ کسان یې روغتون ته لېږدولي دي.

لندن امبولانس څانګه وايي، دوی کې ډېری کسان د الکولو اړوند ناروغیو له امله زیانمن شوي.

د انځور حقوق PA
Image caption تر لسو زرو اورلوبې لندن کې شوې دي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېګ بېن ګړۍ هم نوي کال ته هرکلی ووایه.
د انځور حقوق AFP
Image caption د تېمز سیند غاړه.

تېر کال د څلورو ترهګریزو بریدونو له کېدلو سره سره لږ امنیتي ځواکونه د لمانځلو پر مهال د امنیت لپاره ځای په ځای شوي وي.

په وسلوالو پولیسو، ګزمو او امنیتي خنډونو سره امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د انځور حقوق PA
Image caption ایدنبرا ښار.
د انځور حقوق PA
Image caption ایدنبرا کې په زرګونو خلک اورلوبو ته ټول شوي.
د انځور حقوق PA