پاکستان کې جماعت الدعوه او نورو ډلو ته پر بسپنه بندیز

د انځور حقوق AFP
Image caption د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی له نومښودنې پرته وايي، په دغه هېواد کې د جماعت الدعوه په ګډون ټولو هغو ډلو ته د بسپنې پر ټولولو یا ور کولو د بندیز حکم شوی چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ نوملړ کې شاملې دي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ پر پاکستان تور پورې کړى چې امريکا ته يې دروغ ويلي او دا هېواد يې په داسې حال کې تېر ايستلى چې په وروستيو کلونو کې ميلياردونه ډالر مرسته ترلاسه کړې.

د ولسمشر ټرمپ اداره په دې غور کوي چې پاکستان ته د څه د پاسه ٢٥٠ ميليون ډالرو مرسته چې ټاکل شوې وه تېر اگسټ کې ورکړل شي لا نوره يې وځنډوي او که څنگه.

دې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د داسې کسانو د معلوماتو ټولولو حکم هم کړی چې دې ډلو ته ډېره بسپنه ور کوي او د دې کسانو خلاف به هم عمل کېږي.

* فلسطین له پاکستان خپل سفیر ور وباله

* پاکستان حافظ سعید خوشی کوي

* 'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

له بلې خوا د پاکستان د حکومت د امنیت او ونډو کمېسون بي بي سي ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه مقررات پلي کوي چې له مخې یې پر القاعده او د دې سره اړوند کسانو اقتصادي او سفري بندیزونه لګېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا خپور شوی نوملړ د دوی په وېبپاڼه هم ښکاري.

د بیان له مخې د پاکستان حکومت له دې مخکې هم هغه کسان لس میلیونه روپۍ جرمانه کړي و چې له دې بندیزونو یې سرغړونه کړې ده.

د امنیت او ونډو کمېسون خپل یاداښت کې ویلي، ټولو کمپنیو ته دا حکم سپارل شوی چې هغو ادارو او کسانو ته بسپنه ور نه کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقتصادي بندیزونو نوملړ کې شامل دي.

پاکستان ته د نړیوالې ادارې خبرداری

ر د انځور حقوق AFP
Image caption فلاح انسانیت فونډېشن هم د جماعت الدعوه ډلې دی.

داسې رپوټونه هم شته چې حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فونډېشن امبولانسونه خپلې ولکې ته راولي.

تراوسه دا خبرونه تایید شوي نه دي، خو د جماعت الدعوه ویاند یحیا مجاهد وايي، که پاکستان داسې ګام پورته کړي، نو محکمو ته به لاړ شي او قانوني مبارزه به ور سره وکړي.

له دې مخکې رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې دعوه کړې وه چې د ډیسمبر پر ۱۹ د پاکستان د ماليې وزارت پټو سندونو کې ویل شوي چې د حافظ سعید د دوو ډلو خلاف د ډیسمبر تر ۲۸ لایحه جوړېږي چې له مخې به یې دوی کنټرولېږي.

* ''پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي''

* "امریکا پاکستان ته د مرستو پر بیا ځنډولو غور کوي"

په دې سندونو کې د هغې نړیوالې ادارې یادونه هم شوې وه چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ لپاره د مالي مرستې او پیسو ټولولو خلاف هڅې کوي.

رویټرز ویلي دې ادارې پاکستان ته خبرداری ور کړی چې که د ترهګرۍ لپاره ټولېدونکې مالي مرسته ونه دروي، نوم به یې څارل کېدونکي لېست ته ور زیات کړي.

په دې تړاو چې رویټرز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وپوښت، نو هغه وویل چې ټولو بې قانونه ډلو ته د بسپنې د ټولولو او مالې مرستې د درولو حکم یې کړی دی.

جماعت الدعوه او حافظ سعید

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ممبيي په بریدونو تورن دی.

حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی. نوموړی په کشمیر کې د لشکر طیبه بنسټګر هم بلل کېږي چې په هندي کشمیر کې په بریدونو تورنه ده.

د هند حکومت حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال د ممبيي بریدونو اصلي پلانوونکی بولي، چې ۱۷۴ کسان پکې ووژل شول.

امریکا پر ۲۰۱۴ کال جماعت الدعوه ډله د ترهګرۍ په نوملړ کې زیاته کړه او په دې ډله یې اقتصادي بندیزونه هم ولګول.

واشنګټن هغه کس ته د یو میلیون ډالرو جایزه منلې چې د حافظ سعید په تړاو معلومات ور کړي، خو نوموړی دا مهال پاکستان کې غونډو کې ګډون کوي.

ورته مطالب