د بندیز له امله شرابیانو ځان ته ټاپو جوړ کړ

د انځور حقوق David Saunders
Image caption شرابیان په ملنډو وايي، په نړیوالو اوبو کې یې ټاپو جوړ کړی، ځکه له بندیز وېره نه لري.

نوي زېلنډ کې یوې ډلې کسانو په عامه ځایونو کې د شراب څښلو له بندیز د ځان ژغورلو لپاره په سمندرغاړه کې مصنوعي ټاپو جوړ کړ.

دې کسانو په کورو منډیل ټاپو وزمه کې د کمو څپو اوبو کې له شګو ټاپو جوړ کړی دی.

ټاپو جوړوونکو په ټوکه وویل، چې دوی نړیوالو اوبو کې دي او دلته شراب څښلو باندې بندیز نشته.

دوی هلته د پخلي وسایل او د څښونیو د یخ ساتلو لپاره یخچال هم ور سره درلود.

* هند: موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي

* لږ شراب هم 'د سرطان خطر ډېرولی شي'

* یو کلی چې شرابو ورانېدو ته نژدې کړی

د نوي زیلنډ سټف ډاټ کو اېن زېډ وېبپاڼه وايي، دا کسان د نوي کال تر پیلېدلو پورې د شپې هلته ناست و او اورلوبې یې هم ولیدې.

د دوشنبې تر سهار دا مصنوعي ټاپو و.

د نوي زیلنډ په کورو منډیل سیمه کې د نوي کال د لمانځلو پر مهال په عامه ځایونو کې د شرابو پر څښلو بندیز لګېدلی دی.

حکومت سرغړوونکي ۱۸۰ ډالر جریمه کوي یا یې هم نیسي.

خو چارواکو دا مصنوعي ټاپو جوړول د مستو خلکو کار بللی دی.

د انځور حقوق David Saunders

د پولیسو قومندان جان کیلي د دې شګلین ټاپو په هکله ويلي:

"دا یوه نوښتګر سوچ دی. که زه مخکې خبرېدلی، ښا يي ما هم له دوی سره ګډون کاوه".

یوه فیسبوک کارن ډیویډ سینډرز په ټایروا چټ چیټ مخ کې دا انځور خپور کړی دی.

هغه بي بي سي ته وویل: "دوی ډېر ښه ښکارېدل".

خو د نوډي واټس په نوم یوه ځايي اداريه وايي، پر شرابو لګېدلی بندیز کار نه ور کوي:

"یواځې له ځلموټو سره زیاتی کېږي او پلرونه په ځای پاتې دي".

د دې ادارې چارواکو نوي زیلنډ هیرالډ ته ویلي، پولیس او طبي اداره د دې بندیز له پایلو ناهیلې ده، ځکه پکې بدلون ضروري دي.

اړونده مطالب