امریکا له پاکستان سره څومره مرسته کړې؟

د انځور حقوق MOFA PAKISTAN
Image caption د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، چې هېواد یې تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره مرسته ورکړې، خو پاکستان وايي دومره مرسته نه ده ورکړل شوې.

د امریکا متحدو ایالتونو او پاکستان تر منځ اړیکي له دې مخکې هم د لوړو ژورو ښکار شوي، خو له هغه وروسته چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، د دواړو هېوادونو تر منځ د تورونو پورې کولو لړۍ چټکه شوه. د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم ولسمشر ټرمپ پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې.

جالبه دا ده، چې امریکا تل د پاکستان ډارولو لپاره د مرستو بندولو ګواښونه کړي دي. له هغه وروسته چې ۱۹۴۷ کال کې پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو، له امریکا یې مرستې تر لاسه کړې دي.

د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، چې هېواد یې تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره مرسته ورکړې، خو پاکستان وايي دومره مرسته نه ده ورکړل شوې. امریکا ولې پاکستان ته مرستې ورکوي او په کومه برخه کې څومره مرسته ورکړل شوې؟

دلته لومړی هغه مرسته یاده شوې چې د ۲۰۰۱ کال له ۱۱ سپتمبر وروسته ورکړل شوې او بیا هغه ټولو مرستو ته یوه کتنه شوې، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې دغه هېواد ته د پوځي او ټولنیزو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو ورکړې دي.

ټرمپ: پاکستان تېر ايستلي يو، نور داسې نشي کېداى

" په راتلوونکو ورځو کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پیل شي "

''پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي''

له هغه وروسته چې پر ورلډ ټرېډ سنټر د ۱۱ سپتمبر ترهګریز بریدونه وشول، سره له دې چې ټوله نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلل، د پاکستان او امریکا ساړه اړیکي هم په تودېدو شول.

پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا تر ټولو نژدې اتحادي هېواد وبلل شو او بدل کې یې له امریکا یو ځل بیا هغه مرستې تر لاسه کړې، چې ځنډ پکې راغلی و.

دغه موده کې پاکستان ته له اقتصادي او پوځي مرستو سره سره د ترهګرۍ ضد جګړې لګښت هم ورکړل شو. جارج ډبلیو بش حکومت د پاکستان له پوځي حکومت سره بیا مرسته پیل کړه.

د جنرال پروېز مشرف حکومت ته یې ټولټال ۱۱ میلیارده ډالره مرسته ورکړه، چې اته میلیارده یې پوځي مرسته وه. له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۱۰ کال پورې متحدو ایالتونو پاکستان ته ټولټال ۲۸ میلیارده او ۴۲۰ میلیونه ډالره د مرستې په توګه ورکړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان ته له اقتصادي او پوځي مرستو سره سره د ترهګرۍ ضد جګړې لګښت هم ورکړل شو.

دغه موده کې د پوځي مرستې برخه کې ۱۱ میلیارده ۳۹۰ میلیونه ډالره پاکستان ته ورکړل شول او او اتو کلونو کې متحدو ایالتونو د ترهګرۍ ضد جګړې لګښت برخه کې پاکستان ته ۹ میلیارده ۲۷۰ میلیونه ډالر ته ورکړل. د ټولنیز پرمختګ لپاره دغه موده کې پاکستان له امریکا اته میلیارده ډالر مرسته تر لاسه کړې ده.

۲۰۰۷ کال د کېري لوګر بل په نامه متحدو ایالتونو ټولنیزه برخه کې له پاکستان سره د مرستو زیاتول منظور کړل او دې برخه کې هر کال د ټولنیز پرمختګ لپاره پاکستان ته د یو نیم میلیارد ډالرو ورکړه ومنل شوه.

له ۲۰۱۰ کاله نیولې تر ۲۰۱۵ کال پورې پاکستان ته دې لړ کې ټولټال ۱۵ اعشاریه ۵۳۹ میلیارده ډالر اقتصادي او ۱۱ اعشاریه ۴۰ میلیارده ډالره پوځي مرسته ورکړل شوې ده.

دغه موده کې پاکستان د کولېشن سپورټ فنډ په نامه د ترهګرۍ ضد جګړې لګښت برخه کې ۱۳ میلیارده ډالر ورکړل شوي دي.

د امریکا سنټر فار ګلوبل ډولمپمنټ نومي څېړنیز مرکز او دغه راز د امریکا کانګریس رپوټونو له مخې متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ پاکستان ته د کېري لوګر بیل لړ کې ۳۹ میلیارده ۹۳۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.

بل لور ته پاکستان وايي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ترهګرۍ ضد جګړې لګښت په نامه ۱۳ میلیارده ډالر نه دي ورکړل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم پر پاکستان نیوکې کړې

له سپتمبر ۱۱ مې مخکې مرستې

امریکا له پاکستان سره د مرستې په اړه لومړۍ هوکړه ۱۹۵۴ کال کې وکړه. د هغې هوکړې له مخې متحدو ایالتونو پاکستان سره ۱۰ کاله موده کې درې میلیارده ۲۲۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

د امریکا هغه مرستې ډېره برخه د پاکستان پوځي واکمن جنرال محمد ایوب خان حکومت ته ورکړل شوه. د هند او پاکستان تر منځ د ۱۹۶۵ له جګړې وروسته امریکا د دواړو هېوادونو مرستې تر ډېره حده لږ کړې.

۱۹۷۹ کال کې جیمي کارتر حکومت پاکستان کې د اتومي پلانټ شتوالي له افشا کېدو وروسته له خوړو پرته د پاکستان ټولې مرستې په ټپه ودرولې، خو افغانستان ته د شوروي اتحاد پوځونو له ننوتو وروسته نه یوازې پاکستان سره بیا مرسته پیل شوه، بلکې دغه هېواد ته پریمانه پوځي مرستې ورکړل شوې.

له ۱۹۸۰ کاله تر ۱۹۹۰ کاله پورې له افغانستانه د شوروي پوځونو ایستلو کې د پاکستان مرستې بدل کې امریکا جنرال ضیاالحق حکومت ته ټولټال پنځه میلیارده ډالره مرسته ورکړه.

د انځور حقوق AFP

هغه مهال چې له پاکستان پوځي حکومت سره پریمانه مرسته روانه وه، د پاکستان اتومي پروګرام له کبله د امریکا اندېښنو یوه پایله دا شوه، چې امریکا کانګرېس د دغه هېواد بهرنیو مرستو قانون کې بدلون راوست چې د 'پرېسلر تر میم ' نوم ورکړل شو.

د یوه جمهوریت غوښتونکي سناتور ته منسوب دغه بدلون له مخې د امریکا ولسمشر باید هر کال له مرستې ورکولو مخکې تایید کړي، چې پاکستان اتومي وسله نه جوړوي.

پر همدې بنسټ ۱۹۸۹ کال پورې امریکايي ولسمشرانو تاییدول چې پاکستان اتومي وسله نه جوړوي او پایله کې دغه هېواد ته مرسته ورکول کېده.

خو ۱۹۹۰ کال کې د هغه مهال ولسمشر جارج ډبلیو بش دغه ډول تایید و نه کړ او له هغه وروسته تر ډېره حده د پاکستان پوځي او اقتصادي مرستې په ټپه ودرول شوې.

هغه مهال پاکستان ته د ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکړه هم وځنډېده. د هغو مرستو ټولټال کچه چې د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کلونو تر منځ پاکستان ته بېلا بېلو وقفو کې ورکړل شوې ده، ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

ورته مطالب