ایران کې مظاهرې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایران کې مظاهرې

د ایران مذهبي مشر د خپل هېواد "دښمنان" تورن کړي دي چې ګواکې دلته یې خلک مظاهرو ته هڅولي دي. تر اوسه په مظاهرو کې نژدې ۲۲ کسان وژل شوي دي. ایت الله علي خامنايي له هغه راهیسې چې د پنجشنبې پر ورځ مظاهرې پیل شوې، د لومړي ځل لپاره خبرې کولې. بېګا هم د یوه ماشوم په ګډون نهه کسان په نښتو کې مړه شوي دي.