له طالبانو ازاد شوی کاناډایي په ۱۵جرمونو تورن شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاشوا بویل مور او پلار د زوی او نګور رسېدلو ته شېبې شماري.

هغه کاناډايی چې څو میاشتې مخکې قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د وسلوالو طالبانو له منګولو خوشی شوی بیا ونیول شو.

نوموړی له خپلې مېرمنې او دریو بچیانو سره نږدې پنځه کاله له وسلوالو طالبانو سره بندي و.

تېر اکټوبر کې د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې د معلوماتو له مخې پاکستانیو ځواکونو په کورمه سیمه کې د حقاني شبکې له منګولو خوشی کړ.

ښاغلی بویل له خپلې امریکايي مېرمنې او دریو بچیانو سره په همغو ورځو کې کاناډا ته ستون شو.

* سي ای اې: تښتول شوې کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې

* طالبانو لخواه يرغمل شوې بهرنۍ جوړه څنگه پاکستان کې وژغورل شوه؟

د ټورنټو سټار د رپوټ له مخې د نوي کال په لومړۍ ورځ په اوتاوا کې یوې محکمې ۳۴ کلن جاشوا بویل پر ۱۵ جرمونو او سرغړونو تورن کړ.

نوموړی دا مهال له پولیسو سره په بند کې دی او ویل کېږي کاناډا ته په ستنېدلو سره یې د اکټوبر له ۱۴ د ډیسمبر تر ۳۰ دا جرمونه او سرغړونې کړې دي.

ښاغلی بویل په جنسي ځورونه او بې قانونه بند لګولو هم تورن شوی دی.

د جاشوا بایل جرمونه او سرغړونې

د انځور حقوق Getty Images
  • دوه د جنسي تېري پېښې
  • اته د تاوتریخوالي پېښې
  • دوه د بې قانونه بند پېښې
  • یو ځل د پولیسو تېر اېستل
  • یو ځل د مرګ ګواښ کول

د ښاغلی بویل وکیل ایریک ګرنګر له ټورنټو سټار سره خبرو کې ویلي، چې موکل یې بې ګنا ده.

"تراوسه د دې تورونو د ثبوت لپاره شواهد نشته او زه لېوال یم چې په دې دوسیه کې شواهد ووینم او له ده دفاع وکړم".

جاشوا بایل د چهارشنبې په ورځ بیا په اوتاوا کې محکمې ته وړاندې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کېټلن کولمن له بند وروسته په اسلامي جامه کې.

د هغه مېرمن کېټلن کولمن ويلي، د دې تورونو په هکله څه نشي ویلي:

"خو هغه فشار او ضربه او هغه اغېز به له ډېرو کلونو پورې پر هغه پاتې وي، چې د بند پر مهال یې د ده رواني حالت اغېزمن کړی دی او له دې امله مجرمېدلی شي".

جاشوا بویل د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې له خپلې امریکايي مېرمنې کېټلن کولمن سره افغانستان ته تللی و او د کابل لوېدیځ ته په میدان وردګ ولایت کې وتښتول شو.

* راخوشی شوی کاناډایی: طالبانو مې کوچنۍ لور وژلې

* خوشي شوي کاناډايي افغانستان کې څه کول؟

د دوی له خوشي کېدلو ۱۲ ورځې وروسته کېټلن کولمن له سټارز سره خبرو کې وویل، چې کله افغانستان کې ونیول شول ډېر ژر پاکستان ته ولېږدول شول.

نوموړی او کورنۍ یې د تېر اکټوبر پر ۱۳ د امریکا د څارګرې ادارې د معلوماتو له مخې د پاکستان پوځ په کورمه ایجنسۍ کې وژغورل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاشوا بویل له خپل بچي سره کاناډا کې.