پاکستان: د امریکا پوځي مرستو ځنډېدل مو پر هوډ اغېز نه کوي

پاکستان حکومت د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، د امریکايي چارواکو څرګندونې د 'پوهېدو وړ نه دي.' د انځور حقوق PM HOUSE
Image caption پاکستان حکومت د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، د امریکايي چارواکو څرګندونې د 'پوهېدو وړ نه دي.'

د امریکا متحدو ایالتونو له لوري د پاکستان پوځي مرستو له ځنډېدو وروسته پاکستان وايي، یو اړخیزې څرګندونې، د خپلې خوښي ضرب الاجل ټاکل او د هدفونو پرلپسې ادلون، بدلون د شریکو ګټو تر لاسه کولو کې مرسته نه کوي.

د جمعې پر سهار د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې امریکا ته د ډاډ ورکولو هڅه شوې، چې ګواکې افغانستان کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته باید نړیواله همکاري لا ډېره شي.

تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي و، پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو شبکو خلاف فعالیت نه کوي او له همدې امله ټرمپ حکومت د دغه هېواد لپاره نژدې ټولې پوځي مرستې په ټپه دروي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان پوځي مرسته به تر هغه مهاله په ټپه درول کېږي، چې دغه هېواد د حقاني شبکې او افغان طالبانو ضد اقدامات نه وي کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند هیتهر نیورټ وايي:

''موږ اوسمهال تاییدولای شو، چې تر څو پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو خلاف پرېکنده ګامونه پورته نه کړي، موږ به پاکستان ته هېڅ پوځي مرسته نه ورکوو. موږ دغه ډلې په سیمه کې د ناامنۍ او پر امریکايي ځواکونو د بریدونو مسوول بولو. ''

د روانې اونۍ پیل کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړ، چې دورغ وايي او د میلیاردونو ډالرو مرستو تر لاسه کولو بهیر کې یې امریکایان غولولي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روانې اونۍ پیل کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړ، چې دورغ وايي او د میلیاردونو ډالرو مرستو تر لاسه کولو بهیر کې یې امریکایان غولولي دي.

پاکستان حکومت د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، د امریکايي چارواکو څرګندونې د 'پوهېدو وړ نه دي. ' پاکستان دغه راز وویل، د امریکایانو څرګندونې 'پر هغو قربانیو منفي اغېز کوي، چې پاکستانیانو د لسیزو اوږدو کې ورکړې. '

د بهرنیو چارو وزارت په لنډه اعلامیه کې چې له احتیاطه ډک توري پکې کاروول شوي راغلي:

''موږ د امنیت په هکله له امریکايي چارواکو سره اړیکه کې یو او د نورو معلوماتو انتظار کوو. ''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا یادوونه کړې، چې ګواکې ترهګرۍ ضد جګړه یې د خپلو وسایلو پر مټ کړې او تېرو ۱۵ کلونو کې دغه هېواد د جګړې له ۱۲۰ میلیاردو ډالرو ډېر لګښت ګاللی دی:

اعلامیه کې ویل شوي:

''موږ د خپل ولس او سیمې د امنیت لپاره هر ممکن کوښښ کوو. موږ په دې باور یو چې که یوه لور ته ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا متحدو ایالتونو همکاري د امریکا ملي امنیت ته ګټور دی، نو د نړیوالې ټولنې لپاره هم ډېره ګټوره چاره ده. ''

"د پاکستان مشران د ټرمپ دریځ غندي خو حل لار نه لري"

نیکې هیلې: پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کوي

بل لور ته پر دغې موضوع پاکستاني پوځ بي بي سي ته خپل غبرګون کې ویلي، د امریکا له لوري د پاکستان پوځي مرستو بندول به د دوی پر ترهګرۍ ضد هوډ اغېز و نه کړي.

پاکستاني پوځ ویلي، د امریکا له لوري به د پوځي مرستو بندول د امریکا او پاکستان تر منځ پر امنیتي همکارۍ او د سیمې امنیت لپاره پر روانو هڅو اغېز وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption بل لور ته پر دغې موضوع پاکستاني پوځ بي بي سي ته خپل غبرګون کې ویلي، د امریکا له لوري د پاکستان پوځي مرستو بندول به د دوی پر ترهګرۍ ضد هوډ اغېز و نه کړي.

د جمعې پر ورځ پاکستاني پوځ ویلي، دغه هېواد هېڅکله د پېسو لپاره جګړه نه ده کړې، بلکې په وینا یې دوی د امنیت لپاره جنګېدلي دي.

"د ډونلډ ټرمپ څرګندونې د پاکستان پر باور برید دی"

پاکستان: امریکا د مرستو بندولو سره خپله خوښه نشي تپلی

د پاکستان پوځي ویاند وايي، د امنیتي اړتیاوو پوره کولو لپاره زموږ له لوري امکانات پرانیستي دي. پاکستان وايي، زموږ پر نیت شکونه ناهیلي کوونکي او د سولې او ټیکاو لپاره زموږ شریک هدف ته زیان اړوي.