بالیووډ کې به نور څوک ودونه کوي؟

د بالیووډ ممثلې انوشکا شرما له کرېکټ لوبغاړي ویراټ کوهلي سره واده وکړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بالیووډ ممثلې انوشکا شرما له کرېکټ لوبغاړي ویراټ کوهلي سره واده وکړ

د هند مشهور کرېکټ لوبغاړي ویراټ کوهلي او ممثلې انوشکا شرما له واده وروسته داسې معلومېږي، چې بالیووډ کې د ودونو موسم پیل شوی او د انوشکا او ویراټ د واده ښایستونکو تصویرونو د فلمي نړۍ نور خلک هم متاثر کړي دي.

اوس د سونم کپور په اړه ویل کېږي، چې راتلونکی دوبی له خپل ملګري آنند اهوجا سره واده کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دیپیکا پاډوکون دا وروستیو کې د پدماوتي نومي فلم له کبله په خبرونو کې ډېره یادېده.

دا خبر رښتيا دی او که یوازې د اټکلونو برخه، که سونم خپله په دې اړه څه ووايي، ښايي خبره سپینه شي که نه تر دې بریده وړاندوینه کېږي، چې ګواکې دغه واده به د جودپور سیمې امید بهون کې د شاهي ودونو په څېر وي.

د دیپیکا پاډوکون او رنویر سینګ تر منځ د کوژدې خبرونه هم اورېدل کېږي. تېره شنبه د دیپیکا کلیزه وه او ویل شوي، چې ۳۲ کلنه شوه، ځکه نو اټکلونه داسې دي، چې واده کوي او معلومه خبره ده، چې د رنویر سینګ نوم ورسره غوټه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سونم کپور بالیووډ کې دننه د کالیو او ګاڼې له کبله سټایل بېلګه بلل کېږي

د دوی د واده ځای ځایګی نه دی یاد شوی، خو د کوژدې په اړه یې ویل کېږي، چې سریلانکا کې به وي.

د بالیووډ مشهورو شخصیتونو د واده پلانونه کوم پړاو کې دي، دا به دوی ته ښه معلومه وي، خو رسنیو وار له مخه ورته ډول سورڼی غږول پیل کړي دي.

هسې ودونو پورې رایاده شوه، چې بالیووډ کې نن سبا تر ټولو لوی مجرد سلمان خان د واده ډېره یادونه نه کېږي. یا به خلک ترې نهیلي شوي وي او یا نو ښايي اوس د هغه عمر ته کتل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سلمان خان معمولاً د واده خبره په ټوکه اړوي.

هر څه چې وي، خو د فلمونو عاید برخه کې سلمان خان اوس هم ګټندوی دی. کره کتونکي به هر څه وايي، خو فلم نندارچیان اوس هم سلمان ته پر سر سترګو ځای ورکوي.

'ټایګر زنده هې ' نومي فلم پریمانه پېسې تروړې، د درې میلیاردو هندۍ روپيو عاید کټګوري کې شامل شوی دی او خان صاحب د 'رییس تري 'جوړولو ته چمتو کېږي.

د باليووډ فلمي لوبغاړی اکشې کومار بیا د ټولنې مهمو مسایلو اتلولۍ ته مټې رانغښتې. تېر کال یې 'ټوایلټ ایک پریم کتها ' نومي فلم کې رول لوبولو سره هغې مهمې موضوع ته د خلکو پام واړاوه، چې خورا ډېر هندیان ورسره مخامخ دي او دا ځل بیا له 'پېډمین ' سره راځي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اکشې مېرمن ټوینکل کهنه د راجیش کهنه او ډمپل کپاډیا لور ده.

دغه فلم د اکشې مېرمن ټوینکل کهنه جوړوي. فلم د ښځینه وو په تړاو پر یوې مهمې موضوع راڅرخي. اکشې وايي، هرې ښځې او نجلۍ لپاره باید سینټري نیپکن وړیا ورکړل شي، ځکه په خبره یې دا بنسټیزه اړتیا ده:

''کله چې نجونې بلوغ ته رسېږي، وار له مخه له ګڼو ذهني او بدني بدلونونو سره مخامخ وي او دغه مهال نجونو کې پر ځان باور موندل ډېر اړین دي. ''

ورته مطالب