له فیلانو سره سیلفي اخیستل که له مرګ سره لوبې

فیل د انځور حقوق .
Image caption د ایالتي حکومت شمېرې ښيي چې په اوریسا ایات کې د فیلانو بریدونو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي

د هند په ختیځ اوريسا ایالت کې فيلانو سره د سېلفي یا عکس اخيستلو له کبله د ځايي خلکو د مرګ ژوبلې پېښې ډېرې شوې دي.

د جې کرېشنا نایک په نوم یو کس د هغو کسانو له ټولي یو و چې په تېره ډیسمبر میاشت کې يې غوښتل له فیل سره سېلفي یا له ځانه عکس واخلي خو هغه خړتوم ترې راوتاو کړ، ويې واهه او ويې واژه.

د هغه زوی ديپک نایک بي بي سي ته ویلي، هلته ګڼو کسانو دغه صحنه کتله، ټول وتښتېدل خو هېچا يې هم پلار ونه شو ژغورلای.

د اوريسا ایالت چارواکي وايي، دا مساله يې جدي نيولې او وحشي ژویو ته د ورنژدې کېدو د خطرونو په اړه يې خلکو ته د پوهاوي ورکول پېل کړې دي.

ښاغلي نایک د هغو خلکو منځ ته ورغی، چې له فیل سره یې لوبې کولې او سیلفیان یې اخیستل.

د "سیلفي" له کبله له اندونیزیايي موزیمه د هېتلر مجسمه لیرې شوه

سیلفي اخیستونکي زمریان

'د سیلفي لېونتوب'؛ دوه کسان خیبر پښتونخوا کې سیند یوړل

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

تر شارک کبانو 'سیلفي' ډېر انسانان وژلي

دې ته ورته بل برید په تېره سپټمبر میاشت کې په همدې ایالت کې وشو. امنیت ساتونکی اشوک بهارتي هغه مهال د فیل له خوا ووژل شو چې ډېر نژدې ورغلی و او غوښتل یې سیلفي ورسره واخلي.

د انځور حقوق .
Image caption د فیلانو ټول بریدونه د مرګ سبب نه دي شوي او په ګڼو کې یې کسان ډېر ټپیان کړي

دا پېښه د ورڅېرمه یوه لاروي له خوا په تیلیفون انځور شوې وه.

ښاغلي بهارتي د تېښتې هڅه وکړه، خو بخت یې یاري ورسره ونه کړه او فیل پر ځمکه راپرېوځاوه. هغه روغتون ته پر لار ساه ورکړه.

له فیل سره د هغه د لانجې وېډیو په انټرنېټ ډېره خپره شوه.

ګڼو نورو کسانو هم غوښتل له فیلانو سره سیلفیان واخلي، خو سخت یې ټپیان کړل.

د انځور حقوق OUR NAKED AUSTRALIA
Image caption د سیلفي اخیستو لپاره ځینې کسان آن ځان د مرګ خولې ته ورکوي

د انجینرۍ یوه محصل ابیشیک نایک هغه مهال د فیل له خوا ووهل شو، چې غوښتل یې نژدې سیلفي ورسره واخلي.

شپږ میاشتې وروسته هم نایک روغتون کې پاتې شو خېټه او ورمېږ یې سخت ژوبل شوي وو.

د ځنګلي ژوند اړوند کارپوه بیسواجیت موهانتي بي بي سي ته وویل: "په سیمه کې د فیلانو د برید ډېرې پېښې شته، خو یوازې د ګوتو په شمېر پېښو رپوټ ورکول کېږي."

د انځور حقوق .
Image caption په وروستیو کې د فیلانو د بریدونو مخنیوي ته جدي ګامونه اخیستل شوي

د اوریسا ایالتي حکومت ددې پدیدې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخیستي او په سیمه کې یې فیلانو ته د نژدې کېدو د خطر په اړه د پوهاوي کمپاین پیل کړی.

د ایالتي حکومت شمېرې ښيي چې په اوریسا ایات کې د فیلانو بریدونو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي، خو دا تر اوسه ښکاره نه ده چې څومره کسان له فیلانو سره د سیلفي اخیستو پرمهال وژل شوي.

ورته مطالب