د ایران لومړنيو ښوونځيو کې د انګریزي ژبې په زدکړه بندیز

د انځور حقوق Tasnimnews

د ایران چارواکي مني چې د دغه هېواد لومړنیو ښوونځیو کې یې د انګرېزي ژبې پر لوست بندیز لګولی دی.

د ایران د ښوونې روزنې د لویې شورا مشر وايي، حکومتي او خصوصي لومړنیو ښوونځیو کې انګریزي زدکړه د اصولو او قانون خلاف ورزي ده.

مهدي نوید ادم د دغه هېواد حکومتي تلوېزون سره خبرو کې زیاتوي چې د لومړني ښوونځي زدکوونکو ته په رسمي یا نارسمي وخت پر انګریزي زدکړه بندیز لګېدلی او د سرغړونې له امله به قانوني چلند کېږي.

د هغه په خبره، د ښوونې روزنې په لومړي پړاو کې د پارسي ژبې او ایراني اسلامي کلتور پیاوړتیا د زکوونکو د زدکړې پروګرام برخه ده.

* د بلې ژبې زده کړه

* ترکیې کې کلیوال خلک 'د مرغانو ژبه' وايي

د ښوونې روزنې د لومړنیو زدکړو مرستیال رضوان حکیم زاده وايي، دا بندیز نوې مسله نه ده.

د هغه په خبره، د انګرېزي ژبه په لومړني ښوونځي کې نه تدریسېږي بلکې له منځني ښوونځي پیلېږي.

خو په ډېرو خصوصي ښوونځیو کې بهرنۍ ژبه په تېره انګرېزي ژبه د ځانګړي پروګرام په ډول او له رسمي وخت وروسته اجباري ده.

د خامنه يي څرګندونې

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایران مذهبي مشر.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د ایران مذهبي مشر په لومړني ښوونځي کې د انګریزي ژبې پر لیک لوست نیوکه کړې وه.

ایت الله علي خامنه يي په تهران کې د ښوونکو یوې غونډې ته ویلي و، د زدکړو په لومړي پړاو کې انګرېزي زده کول د لوېدیځ کلتور د برلاسۍ لپاره دروازې پرانیستل دي:

"د علم ژبه یواځې انګرېزي نه ده... نورې (ژبې) هم شته، لکه اسپانوي، فرانسوي، جرمن او د ختیځو هېوادونو (ژبې) هم د علم ژبې ده".

د نوموړي د دې څرګندونو په غبرګو کې د ایران ولسمشر وویل، دا چې کومه یا کومې بهرنۍ ژبې زدکړو په دې پورې تړلې چې له کومو ژبو سره زموږ ښوونکي بلد دي او څومره ژبې یې زده دي.

شنونکي څه وايي؟

خو ځینې شنونکي وايي، د دویمې ژبې زدکړه د ماشومانو د لوست او هوش د پیاوړتیا سبب کېږي.

د ۲۰۱۲ کال د یوې څېړنې له مخې چې د سکاټلېنډ حکومت په سپارښت شوې وه: د یوې بلې ژبې د زدکړې خورا ښه وخت ښوونځي ته له تللو مخکې او د پنځه کلنۍ عمر دی.

بهرنۍ ژبې په تېره انګرېزي زده کول په وروستیو کلونو کې د ایراني کورنیو غوښتنه ده او د دې ژبې په کورسونو کې د ډېرو کسانو ګډون هم دا خبره زبادوي.

ایران کې د ژبې د اړوند ادارې( کانون زبان ایران) وېبپاڼه وايي، نږدې یو میلیون کسان دې موسسه کې بهرنۍ ژبه زده کوي، چې له ۹۰ سلنه ډېر یې د انګرېزي ګډونوال دي.

دمګړۍ د ایران د ښوونې روزنې د اصولو له مخې زدکوونکي په منځني ښوونځي کې د اونۍ دوه درسي ساعتونه انګرېزي زدکوي، چې ډېری یې په اغېزمنتیا شک لري.

ورته مطالب