"د ایران او پاکستان اړیکو خرابوونکو ته چانس نه ور کوو"

د انځور حقوق Radio Pakistan

د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، هیچاته به هم اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ اړیکي خراب کړي.

د ایران د حکومتي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې، علي شمخاني دا خبره په تهران کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره لیدنه کې وکړه.

ښاغلي شمخاني زیاته کړه، چې مسلمانو هېوادونو ته پکار دي د امریکا "دوه مخې امنیتي پالیسۍ" ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، هیچا ته به چانس ور نه کړي چې د وسلو پلورلو، ترهګرو کرایه کولو او پولو په ناامنولو سره د اسلام اباد او تهران اړیکي خراب کړي.

* امریکا له پاکستان سره څومره مرسته کړې؟

* امریکا پر پاکستان ټولې پوځي مرستې درولې

د پاکستان حکومتي رادیو وايي، په دغه لیدنه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل، مسلمانو هېوادونو ته پکار دي چې د بهرنیو دسیسو په وړاندې ځیر اوسي، چې موخه یې د "مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي ټکر دی".

دواړه لوري د خپلمنځي سرحدي اندېښنو؛ د نشه يي توکو، وسلې او انساني قاچاق پرضد په ګډو هڅو او په اقتصادي چارو کې پر همکارۍ سلا شول.

دا لیدنه له هغه څو ورځې وروسته ده چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان بیا په دوه مخۍ تورن کړ.

واشنګټن له اسلام اباد سره ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته هم وځنډوله.

ویل کېږي پاکستان غواړي د سیمې له هېوادونو په تېره، ایران، چین او روسیې سره اړیکي ډېر کړي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption د پاکستان د پوځ مشر او د چین سفیر.

تېره اونۍ اسلام اباد کې د چین سفیر یاو جینګ د پاکستان د پوځ مرکز ته لاړ او له لوی درستیز سره یې ولیدل.

د پوځ د بیان له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې پر سیمه ییز- ستراتیژیک حالت خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د یکشنبې په ورځ کراچۍ کې د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو غونډې ته وویل، چې اسلام اباد پر واشنګټن سربېره له نورو هېوادونو سره اړیکو زیاتولو ته اړتیا لري.

* نیویارک ټایمز: امریکا له پاکستان ناهیلې شوې

* "د پاکستان مشران د ټرمپ دریځ غندي خو حل لار نه لري"

تهمینه جنجوعه زیاته کړه، چې پاکستان له روسیې سره اړیکي زیاتول غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر اګسټ د افغانستان او سیمې لپاره ستراتیژي کې هم پاکستان ته خبرداري ور کړ.

له هغه وروسته هم پاکستانیو چارواکو ایران، ترکیې، چین او روسیې ته سفر درلود.

د انځور حقوق IBA / facebook
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله.

له بلي خوا د امریکا د دفاع وزارت مرستیال په پنټګان کې خبري غونډې ته ویلي، چې د پاکستان له پوځي اسټبلېشمېنټ سره اړیکو کې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له والسټریت جورنال سره مرکه کې وايي، پر اسلام اباد د واشنګټن له بندیزونو( مالي مرستو بندولو) وروسته د دواړو ترمنځ خپلمنځي اتحاد نشته.