د "داعش" مشهوره فرانسوۍ غړې کوردانو نيولې

ایمیلي د انځور حقوق YPG/screen grab
Image caption سوریه کې د "اسلامي دولت" لیکو کې د ایمیلي درې زامن پیدا شوي

د سوریې دیموکراتو ځواکونو څو ورځې وړاندې د فرانسې تر ټولو مشهوره جهادۍ او د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې مشهوره غړې امیلي کونیګ ونیوله. هغه د ۲۰۱۷ کال ډیسمبر پر ۱۲مه د ځانګړو عملیاتو پرمهال ونیول شوه.

هغې به د دغې ډلې لپاره فرانسویان او فرانسوۍ جذبولې.

کونیګ له هغو لومړیو ښځو وه، چې خپل هېواد یې پرېښود او له داعش ډلې سره یوځای شوه. خپلې مور ته یې له لومړي مېړه دوه زیږېدلي ماشومان پرېښودل.

د امیلي مور وايي، لور یې تیلیفون ورته وکړ چې ګني سوریه کې د کردي جنګیالیو اړوند یوه پوځي مرکز کې بندۍ ده "دلته وپوښتل شوم او ربړول کېږم".

نوموړې له فرانسوي چارواکو وغوښتل چې فرانسې ته د هغې "ستنولو" لپاره مداخله وکړي.

عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي

'استرالیایۍ پېغلې له داعش سره د یوځای کېدو په هڅې کې'

خو د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې د کردي "ولسي ملاتړ کنډک" یې هم یوه برخه ده، دا نه مني چې ګني کونیګ ربړول شوې او وايي هغه او درې ماشومان یې دا مهال د سوریې ختیځ "الهول" ښار په یوه پوځي مرذکز کې دي.

ددغو ځواکونو پر وېبپاڼه د کونیګ خبرې خپرې شوې، چې وايي، کردي ځواکونو دوه ساعته پوښتلې او بس.

د فرانسې یوه جګپوړي چارواکي چې د ترهګرۍ ضد برخه کې کار کوي، د کونیګ په اړه په ۲۰۱۵ کال کې ویلي: "هغه د جهادیانو یوه ډېره مهمه غړې او فعاله ده چې پر خواله رسنیو ډېر فعالیت کوي او موږ یې ښه پېژنو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "اسلامي دولت" نومې ډلې فرانسه کې هم خونړي بریدونه کړي

له نشه يي توکو سوریه کې تر "جهاده"

۳۳ کلنه کونیګ د یوه فرانسوي پولیس افسر کشره لور ده. کله یې چې لومړی الجزایری توکمه مېړه د نشه يي توکو قاچاق اړوند یوې قضیې له کبله بندي شو، کونیګ مسلمانه شوه.

کونیګ چې په اولس کلنۍ کې حجاب اغوستل پیل کړل، ویل یې حجاب یې د پوستکي په څېر دی، هغې عربي ژبه زده کړه او خپل نوم یې "سمراء" کړ.

کونیګ د "عزت سپاهیان" په نوم له یوې محلي سخت دریځې اسلامي ډلې سره معرفي شوه او په ۲۰۱۰ کال یې فرانسه کې د حجاب د مخنیوي پرضد لاریونونو کې فعالیت ډېر شو.

ددغې ډلې غړو فرانسه کې ګڼ ترهګریز بریدونه کړي. یاسین صالحي هم ددغې ډلې غړی و چې په ۲۰۱۵ کال یې د خپل مشر سر غوڅ کړ او د تېلو هغه پمپ کې یې راوځړاوه چې ده کار پکې کاوه او تر څنګ یې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې بیرغ هم ټومبلی و.

مولینبیک کې جهادي ډلې

کونیګ په ۲۰۱۰ کال هغه مهال په نقاب کې لیدل شوې چې لورلوریان کې یې یوه جومات ته څېرمه "جهاد" ته بلنلیکونه وېشل او پاریس کې یې د اسلامپالو د لاریونونونو مشري هم کړې ده.

خو کله چې په ۲۰۱۲ کال محکمې ته وغوښتل شوه، د نقاب له لرې کولو یې ډډه وکړه او د محکمې له امنیتي کسانو سره یې لانجه وکړه، هغې د صحنې وېډیو واخیسته او پر یوټیوب یې خپره کړه.

کله چې فرانسې د "عزت سپاهیانو" پر ډله په ۲۰۱۲ کال بندیز ولګاوه، کونیګ ګڼې پاڼې جوړې کړې او پر فیسبوک یې خلک "جهاد" ته بلل.

فرانسوي امنیتي سازمانونو یې هغه مهال پل پسې واخیست چې د فرانسې سوېلي "نیم" ښار کې یې ځوانان سوریه کې جګړې ته هڅول. وروسته کونیګ سوریې ته ولاړه.

د نورو ښځو په څېر هغې ته د داعش ډله کې د جنګېدو اجازه ورنه کړل شوه، خو د دغې ډلې په ځینو فلمونو کې لیدل شوې او په یوه وېډیو کې خپل مور او پلار ته وايي: "هېر مو نه شي چې تاسو مسلمانان یاست او تر هغو چې دښمنان ختم شوي نه وي، جهاد به دوام مومي. "

د ۲۰۱۳ کال وروستیو کې هم یوه وېډیو کې د تومانچې د چلولو پرمهال راڅرګنده شوه.

د فرانسې چارواکو په ۲۰۱۲ کال وروسته تر هغه د کونیګ ټولې شتمنۍ کنګل کړې، چې له فرانسې ولاړه او سوریه کې له خپل جنګېدونکي مېړه سره یوځای شوه. نوموړې له خپل مېړه سره پر انټرنېټ معرفي شوې وه.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کونیګ د هغو کسانو لیست کې شامله کړه چې ترهګریز فعالیتونه کوي.

دغه سازمان ویلي وو، کونیګ د ۲۰۱۳ کال اګسټ میاشت کې فرانسې ته ستنه شوې او بیا د ۲۰۱۳ نومبر پر اومه سوریې ته تللې او همالته پاتې شوې ده.

اړونده مطالب