ډیلي ټایمز: "د افغان کډوالو پېټی نور نه شو اوچتولی"

د انځور حقوق FB
Image caption زردشت شمس: پاکستانیو پولیسو ته د افغان کډوالو ځورولو پلمه پیدا په لاس ورغلې

ډیلي ټایمز:

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې افغان کډوالو ته د پاکستان د ضرب الاجل په هکله په یوه مطلب کې لیکي د پاکستان کابینې د افغان کډوالو په اړه له پرېکړې وروسته وویل د پاکستان اقتصاد له ډېرې مودې راهیسې د افغان کډوالو پیټی اوچت کړی خو په اوسنیو شرایطو کې نوره شونې نه ده چې دا پیټی دوی اوچت کړي.

ورځپاڼه په اسلام آباد کې د مرستیال افغان سفیر زردشت شمس له خولې لیکي که د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره وخت ونه غځول شي په یوه میاشت کې د څه باندې یو میلیون افغانانو بیرته ستنول شوني نه دي او په دې توګه به پاکستاني پولیس او نورو ته د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه پلمه په لاس ورشي.

ډیلي ټایمز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف هغه خبره هم راخیستې چې وايي اورپکي له افغانستانه په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونو ته ورځي او له هغه ځایه بیا نورو ځایونو ته ځي ځکه یې غوښتنه کړې ده چې افغان کډوال په عزت سره بیرته خپل هېواد ته ستانه کړای شي او د امریکا له حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د دې کډوالو د ځای پرځای کولو لګښت دې وګالي.

افغان حکومت: اسلام اباد قانع کوو چې کډوالو ته کال وخت ور کړي

ورځپاڼه لیکي دمګړۍ په پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه راجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي او تر دا څلورو زرو مخکې پورې د چارواکو په وینا ۷۰۰ هغه هم راجستر شوي وو چې د کډوالۍ کارتونه یې نه لرل.

ډاکه ټربیون:

بنګله دېش یوه پرانستونکې لوبه افغانستان ته بایلوده، دا د بنګله دېش د ډاکه ټربیون ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي له ۱۹ کلونو نه کم عمره بنګله دېشي کرېکټ لوبغاړي ونه توانیدل چې د افغان لوبډلې د ۲۰۶ منډو هدف پوره کړي او په دې توګه افغان لوبډلې د ۵۶ منډو په توپیر لوبه وګټله.

ورځپاڼه لیکي د نیوزیلنډ په کرس چرچ کې بنګله دېشي توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، افغان لوبغاړي ېې پرینښودل چې له ۲۰۶ نه ډېرې منډې جوړې کړي خو توپ وهوونکي یې ناکام شول چې منډې جوړې کړي. ډاکه ټربیون لیکي له دوو لومړنیو بنګله دېشي لوبغاړو پرته بل هېڅ لوبغاړی ونه توانید چې له لس ډېرې منډې جوړې کړي او پر دې لوبډلې فشار هله ډېر شو چې یو پرانستوونکی توپ وهوونکی نعیم شیخ په صفر وسوځید (اوټ شو).

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي د ایران ولسمشر ویلي چې د ځوانانو نړۍ او ژوند د دوی له لیدلوري سره توپیر لري چې همدا اصلي ستونزه ده او حل لاره باید ورته پیدا کړي.

ورځپانه لیکي له افغان لوبډلې نه عصمت الله عمرزي ښه وځلېد چې په ۶۶ توپونو یې ۸۱ منډې جوړې کړې او دغه راز بهیر شاه او ابراهیم ځدران هم په ترتیب ۴۴ او ۳۲ منډې جوړې کړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د څرګندونو په اړه یو مطلب لري او لیکي د ښاغلي روحاني له نظره په وروستیو کې مظاهره چیانو نه یوازې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اعتراض درلود بلکې له پراخ فساد او فردي آزادیو په برخه کې یې د حکومت پر سختو سیاستونو هم نیوکې کولې.

ورځپاڼه د ښاغلي روحاني له قوله لیکي چې هېڅوک نه شي کولای چې پر راتلوونکې نسل کوم ځانګړې بڼه تحمیل کړي او هغه ستونزې چې اوس دوی ورسره لاس په ګریوان دي د مسوولو کسانو او ځوانانو ترمنځ د واټن له امله دي.

ورځپاڼه لیکي د ایران ولسمشر ویلي چې د ځوانانو نړۍ او ژوند د دوی له لیدلوري سره توپیر لري چې همدا اصلي ستونزه ده او حل لاره باید ورته پیدا کړي. نیویارک ټایمز لیکي د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ایراني مشرانو او قضاییه قوې ویلي د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې د پراخو مظاهرو ترشاه د ایران د دښمنانو لاس و.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلام اباد ته د ټرمپ هغه خبره بیا ور اوري چې د امریکا په ملګرتیا کې یې ګټه او د ترهګرو په ملاتړ کې یې تاوان دی

واشنګټن پوسټ ورځپانه مینځني ختیځ ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس د سفر د نوې نیټې په اړه په یو مطلب کې لیکي په پام کې وه چې دغه سفر له نوي کال او کریسمس نه وړاندې شوی وای خو وروسته له هغه چې امریکا بیت القمدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژانده او له دې امله اعتراضونه وشول دا سفر وځنډول شو.

ورځپاڼه لیکي د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې د امریکا د ډېرو متحدینو غبرګونونه وپارول ځکه چې په ګومان یې د بیت المقدس برخلیک باید دغسې په یو اړخیز ډول د امریکا له خوا نه وای ټاکل شوی بلکې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په پایله کې ټاکل شوی وای.

ورځپاڼه لیکي ښاغلی پینس به د روانې میاشتې په ۱۹ نیټه مصر، اردون او اسراییلو ته خپل سفر پیل کړي او په پام کې وه چې په ترڅ کې یې د فلسطینیانو له مشر محمود عباس او قاهره کې د الازهر جومات له امام سره هم وګوري خو د بیت المقدس په تړاو د هغوی د اعتراض له امله ښايي دا لیدنې شونې نه وي.

ورته مطالب