سعودي عربستان: پولیسو د نارینه وو تر منځ د واده ګډونوال نیولي

د انځور حقوق TWITTER
Image caption مکه پولیس وايي، د نارینه وو تر منځ واده پېښه د مکې مکرمې سپیڅلي ښار په یو سیل ځای کې د جمعې پر ورځ شوې او هلته یې خلک حیران کړي دي.

سعودي عربستان کې پولیس وايي، هغه یو شمېر زلمیان یې نیولي، چې ګومان کېږي د دوو نارینه وو تر منځ یوه واده کې یې ګډون کړی وو.

دغه زلمیان په هغه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې په ظاهره دغه 'واده ' کې ثبت شوې ده. ویډیو کې ښکاري، چې پر دواړه نارینه وو، چې پر یوه سره غالي روان دي، کاغذي سپرغۍ او ګلان شیندل کېږي. له دوی نه یوه اوږد کمېس اغوستی، چې معمولاً یې ناوې اغوندي.

د مکې مکرمې سیمې پولیسو د دوشنبې پر ورځ ویلي، د ښځینه کالیو اغوستونکی او پېښه کې ښکېلو نورو سړيو پيژندګلوي یې معلومه کړې ده.

پولیس وايي دغه کسان نیول شوي او قضیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده. پولیسو د دغو سړيو نومونه نه دی یاد کړي او دا یې هم نه دي ویلي، چې دغه کسان په څه تور نیول شوي دي.

سعودي عربستان د جنسي تمایل یا جنسیت پېژندګلوۍ په هکله لیکلي قوانین نه لري، خو د بشري حقونو څار سازمان چې مرکز یې امریکا کې دی وايي، سعودي قاضیان هغو مشکوکو کسانو ته چې په "غیر اخلاقی" جنسي اړیکو تورنېږي د اسلامي قوانینو د اصولو له مخې سزا ورکوي.

دغه راز سعودي عربستان کې د سایبر جرمونو مخنیوي قانون د عمومي نظم، مذهبي ارزښتونو، عمومي اخلاقیاتو او له شخصي حریمه سر غړوونه جرم بولي.

سعودي کې نور ۱۱ شهزادګان هم ونیول شول

په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

مکه مکرمه کې پولیس وايي، د نارینه وو تر منځ واده پېښه د مکې مکرمې سپیڅلي ښار په یو سیل ځای کې د جمعې پر ورځ شوې او هلته یې خلک حیران کړي دي. د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې سعودي پولیسو ۳۵ پاکستاني تابعیت لرونکي کسان نیولي وو، چې یو شمېر یې جنسیت بدلونکې ښځې وې.

له هغو نه یوه چې مینو باجي نومېده توقیف کې مړه شوه. کورنۍ یې ویلي، چې پر مړي یې د وهلو ټکولو نښې نښانې وې، خو چارواکو ویل د زړه حملې له کبله مړه شوې ده.

اړونده مطالب